د دوو بنګله ديشي هلکانو وژونکو ته د مرګ سزا

د انځور حقوق AFP
Image caption د وېډيو په يوه صحنه کې چې پر انټرنټ خپره شوې دغه ۱۳ کلن هلک بريدوونکو ته زارۍ کوي، چيغې وهي او اوبه غواړي

په بنګله دېش کې د روان کال لومړيو کې په جلا پېښو کې د دوو ۱۳ کلونو ماشومانو د ځورولو او وژلو په تړاو شپږ کسان په اعدام محکوم شوي دي.

د سميع العلم راجون د مرګ په تړاو څلور کسان پړه پېژندل شوي او شپږ نور په بند محکوم شوي دي.

د دغو څلورو کسانو يو يې تښتېدلی، خو محکمې يې په غياب کې د مرګ حکم صادر کړی دی.

د راجون د وژل کېدو صحنه پر ده يوه بريد کوونکي په خپل موبايل ټيليفون کې ثبت کړې وه.

په دغه وېډيو کې ښکاري چې د راجون لاسونه تړل شوي او خلک يې بيا بيا وهي.

پر ۱۳ کلن راجون وروسته له هغې يوه ډله کسانو بريد وکړ چې دی يې د هېواد په شمال لويديځ کې د يوې ريکشا په تښتولو تورن کړ.

د دغه هلک د جسد له معاينې وروسته وپتېيل شوه، چې دغه ۱۳ کلن هلک پر خپل وجود ۶۴ جلا ټپونه درلودل.

Image caption دغو پېښو په بنګله دېش کې د خلکو پراخ اعتراضونه راوپارول او له حکومت نه يې د عامليو د نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه

د وېډيو په يوه صحنه کې چې پر انټرنټ خپره شوې دغه ۱۳ کلن هلک بريدوونکو ته زارۍ کوي، چيغې وهي او اوبه غواړي: ''ما داسې مه وهئ. زه به مړ شم.''

په دويمه قضيه کې د موټر جوړولو دوه مستريان د خپل يوه پخواني شاګرد په مرګ محکوم شوي دي.

رقيب حولدار په اګست مياشت کې وروسته له هغې ساه ورکړه چې دغو دوو مستريانو يې په وجود کې هوا ور پمپ کړه.

رقيب ته دا سزا د دې لپاره ورکړای شوه، چې ولې يې له دوی سره کار پرېښی دی.

دغو پېښو په بنګله دېش کې د خلکو پراخ اعتراضونه راوپارول او له حکومت نه يې د عامليو د نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

ورته مطالب