د مصر حکومت تحقيقي خبريال او مدني فعال نيولی

د انځور حقوق Facebook
Image caption مدی مصر پاڼه وايي له ۳۷ کلن حصام بهجت نه پوځي او استخباراتي ځواکونو د نهو ساعتونو لپاره پوښتنې ګروېږنې کړې دي

د مدی مصر په نوم يوه وېبپاڼه چې د مصر تحقيقي خبريال او د بشري حقونو فعال حسام بهجت ورته کار کوي، وايي ښاغلی بهجت نيول شوی دی.

مدی مصر پاڼه وايي له ۳۷ کلن حسام بهجت نه پوځي او استخباراتي ځواکونو د نهو ساعتونو لپاره پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

پاڼه کاږي ښايي دی د امنيتي ځواکونو په اند د ناسمو خبرونو د خپرولو له امله محکوم شي.

د بښنې نړيوال سازمان وايي دا په ''مصر کې د بيان د ازادۍ پر تابوت بل ميخ ټکوهل دي.''

ګومان دا دی له هغې راهيسې چې په ۲۰۱۳ کال کې پوځ د محمد مرسي حکومت ړنګ کړ، لسګونه زره کسان زنداني شوي دي.

د مدی مصر وېبپاڼې خبر کاږي چې ښاغلي بهجت د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتي ادارې د احضارېدو مکتوب ترلاسه کړی و او د يکشنبې په سهار د پوښتنو ځوابولو لپاره ورغی.

دا وېبپاڼه زياتوي د پوښتنو ګروېږنو پر مهال له ده سره ټيليفون نه و پرېښودل شوی او نه هم کوم مدافع وکيل ورسره و.

که څه هم تر اوسه پر حسام بهجت رسمي تور نه دی پورې شوی، خو ده مدی مصر وېبپاڼې ته ويلي ښايي د هغو معلوماتو په خپرولو تورن شي چې استخباراتي ادارې يې د ''هېواد ملي ګټو په زيان بولي.''

د بښنې نړيوال سازمان په خپره شوې اعلاميه کې ويلي مصري ادارې هڅې کوي د خپلواکو خبريالانو او مدني فعالانو پر وړاندې خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

ورته مطالب