ترکيې "درې افغانان له اسلامي دولت ډلې سره د يو ځای کېدو په تور نيولي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption راپورونه ښيي په دغو کسانو کې ۱۵ ماشومان او ۱۰ ښځې شاملې دي

د ترکيې رسنۍ وايي د دې هېواد امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ۳۸ کسان چې غوښتل يې له "اسلامي دولت" ډلې سره يو ځای شي نيولي دي.

ويل کېږي په دغو نيول شويو کسانو کې دوه افغانان دي.

د حريت ورځپاڼې د راپور له مخې دغه عمليات د ترکيې په جنوب ادنا ښار کې تر سره شوي، چې په ترڅ کې يې ۱۴ اذربايجانيان، ۷ اندونيزيايان، ۵ عراقيان، ۵ قرغزيان، ۳ ايرانيان، دوه افغانان او دوه تاجکان نيول شوي دي.

راپورونه ښيي په دغو کسانو کې ۱۵ ماشومان او ۱۰ ښځې شاملې دي.

امنيتي ځواکونه وايي نيول شوي کسان ادانا ښار ته تللي وو او غوښتل يې په ډليز ډول له اسلامي دولت نومې ډلې سره په سوريه کې يو ځای شي.

درې ورځې وړاندې جمعه (۶ نومبر) هم د ترکيې پوليسو ۲۰ تنه له اسلامي دولت ډلې سره په تړاو په انتاليا او حومه ښارونو کې نيولي وو.

راپورونه وايي په دغو نويو عملياتو کې دوه ترکان چې غوښتل يې سوريې ته ولاړ شي هم نيول شوي دي.