''فېسبوک دې د انټرنټ هر کاروونکی نه تعقيبوي''

د انځور حقوق Getty
Image caption کوکيز آن د هغو کسانو څرک هم لګولی شي، چې د خپل ځای ځايګي په اړه يې معلومات په انټرنټي پانه کې نه وي ثبت کړي

په بلجيم کې يوې محکمې ټولنيزې شبکې فېسبوک ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، د هغو کسانو څارل پرېږدي چې د دغې شبکې غړي نه دي.

فېسبوک وايي د دغې پرېکړې پر ضد به اپيل وکړي او دا پرېکړه د کوکي په تړاو ده چې له تېرو پنځو کلونو راهيسي کارول کېږي.

کوکيزهغه مهال په خپل سر نصبېږي، چې د انټرنټ يو کاروونکی پرته له دې چې د فېسبوک غړيتوب ولري، دغې پاڼې ته سر ورښکاره کړي.

د بلجيم محکمه وايي فېسبوک کمپنۍ مجبوره ده، چې د خلکو په خوښه او اجازه د هغوی شخصي معلوماتو ته لاسرسی ولري.

د محکمې له لوري په يوه اعلاميه کې ويل شوي: ''قاضي دا شخصي معلومات بللي او فېسبوک يوازې کولای شي يوازې هغه وخت دغو معلوماتو ته لاسرسی ولري چې د کاروونکي اجازه ولري.''

محکمه وايي که فېسبوک دغه اصول پلي نه کړي نو په ورځ کې به ۲۵۰۰۰۰ يورو جريمه ورکوي.

اعلاميه زياتوي دغه پيسې به د بلجيم د مصوونيت کمېسيون خزانې ته ورځي چې دغه قضيه پر مخ بيايي.

کوکيز ساده فايلونه دي چې آن د هغو کسانو څرک هم لګولی شي، چې د خپل ځای په اړه يې معلومات په انټرنټي پانه کې نه وي ثبت کړي.

دا ساده کولای شي د انټرنټ د کاروونکو يو شمېر فعاليتونه لکه د څومره وخت لپاره په پاڼه کې پاتې شوی او کومې پاڼې يې پرانستې دي، وڅاري.

د فيسبوک يوه وياند ويلي: ''موږ له تېرو پنځو کلونو راهيسې ډټرا کوکي د دې لپاره کاروو چې فېسبوک په ټوله نړۍ کې د ۱،۵ ميليارد کاروونکو لپاره خوندي وي.''

ورته مطالب