''راتلونکو لوبو کې دې د روسيې ګډون وځنډول شي''

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption روسيې د لوبو پر مهال د منع شويو درملو د مخنوي ادارې تورونه بې بنسټه بللي دي

په لوبو کې د منع شويو درملو د مخنيوي ادارې ويلي د روسيې ګډون به په راتلونکو سپورتي لوبو کې وځنډول شي.

دغې ادارې دا وړانديز په هغه راپور کې روښانه کړ، چې پر روسي لوبغاړو تور دی د منع شويو درملو معلوموونکو افسرانو ته يې پیسې ورکړي، چې د دوی پر معايناتو پرده واچوي.

روسيې د لوبو پر مهال د منع شويو درملو د مخنوي ادارې دا تورونه بې بنسټه بللي دي.

په مسکو کې د منع شويو توکو د مخنيوي ادارې مشر د روسيې رسنيو ته د ازموينو د نمونو له منځه وړل تور رد کړی او د راپور چمتو کوونکی يې ''ساده'' بللی.

د روسيې د لوبو وزير ویلي له سياليو د روسيې وېستل د ډوپېنګ موضوع ''د لوبو پر مهال د منع شويو درملو خوړل'' ستونزې حل نه دی.

د معلوماتو له مخې د نړۍ ډوپېنګ ضد ادارې دا هم ويلي دي، چې د منع شويو درملو د خوړلو له امله پر پنځو لوبغاړو او پنځو روزونکو د عمر تر پايه بنديز لګېدلی دی.

په راپور کې د لوبو پر نړيوالې ادارې هم له دې امله نيوکې شوي، چې نه دي توانيدلي د منع شويو درملو مخنيوی وکړي.

راپور کاږي په ۲۰۱۲ کال کې د لندن اولمپيک سياليو کې ناندرۍ له دې امله وشوې، چې د روسي لوبغاړو پر وړاندې چې د منع شويو درملو خوړلو شک پرې وو، هېڅ هم و نه شول.

ورته مطالب