اندونیزیا له تمساح نه د زندان ساتلو کې مرسته غواړي

اندونیزیا د نشه يي توکو د سوداګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره تر ټولو سختې سزاګانې ټاکلې دي.
Image caption اندونیزیا د نشه يي توکو د سوداګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره تر ټولو سختې سزاګانې ټاکلې دي.

په اندونیزیا کې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې د ادارې مشر وړاندیز کړی، چې په یوه لیرې ټاپو کې دې د نوي جوړېدونکي زندان د ساتلو لپاره له تمساح نه ګټه واخیستل شي.

په دغه زندان کې د نشه يي توکو د سوداګرۍ په جرم نیول شوي او په اعدام محکوم کسان ساتل کېږي.

بودي واسیسو وړاندیز کړی، چې تمساح ځکه د انسان پرتله د ساتنې چاره ښه ترسره کولی شي، چې د بډو اخیستو فرصت پکې نه وي.

دی وايي، هوډ لري چې د اندونیزیا ګڼو سمندري سیمو ته ولاړ شي او هلته تر ټولو وحشي تمساحان ولټوي.

د ویلو ده چې اندونیزیا د نشه يي توکو د سوداګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره تر ټولو سختې سزاګانې ټاکلې دي.

دغه هېواد په ۲۰۱۳ کال د نشه يي توکو په تور د نیول شویو کسانو د اعدام چاره بېرته پیل کړه.

واسیسو وايي ''ګڼ تمساحان به ونیسو او وکاروو، تمسا ته رشوت ورکول ممکن نه دي او نه یې هم داسې قناعت شونی دی چې بندیانو ته دې د تېښتې اجازه ورکړي''.

خو د تمساح له خوا د زندان ساتنې په تړاو دغه پلان لاهم په لومړي پړاو کې دی، ځکه چې تر اوسه د نوي جوړېدونکي زندان موقعیت او د جوړېدو نېټه لا نه دي روښانه شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption "تمساح ته رشول ورکول ممکن نه دي"