د موبایل ټیلیفون له لارې زده کړه

د انځور حقوق
Image caption کاګوکاګيچیري د ماراویګلیا تعلیمي پروګرام سره تکنالوجیکي پوهه یوځاې کړه. ( تصویر د آلن ګیچیګي)

کینیا کې د ګرځنده ټیلیفون له لارې د زده کړې یوه بنسټ ایښودونکې، ټوني مارا ویګلیا وايي ''په دې کلیوالې سیمې کې د ژوند په وخت کې ماته څرګنده شوه چې ښونکي دلته څومره ډیر زیارباسي.

که ما د یو ښونکي په ټوګه د زده کړې په لړ کې خپلو ماشومانو ته هره ورځ لارښونې کولای د هغوی نومرې به څومره ډېرې لوړې شوې وای، خو دلته په هرټولګي کې ښايي ۷۰-۸۰ زده کونکي وي، نوفکروکړئ چې دا به د یو ښونکي لپاره څومره ډېر کاروي''.

ماراویګلیا د خپل یو ملګري کاګوکاګیچیري سره یوځای راغلې او په ۲۰۱۱ کې يې په نایروبي کې د ماشومانو د زده کړې یو تجارتې شرکت پرانیستی.

د ښونکي مجازي مرستیاله اینیزا وايي دوې غواړي چې ''په افریقا کې ۵۰ میلیونه زده کونکي وروزي''.

اینیزیا یوه کمپیوټري کرکټر اومجازي لارښونکې ده چې د ښونکي د مرستیالې په توګه کار کوي.

ماراویګلیا وايي پدې توګه زده کونکي کولای شي د ارزانه ګرځنده ټیلیفونونو له لارې کورسونو ته لاسرسی پیدا کړي.

هغه وايي ''ډیری خلک (په غلطه) فکر کوي چې زموږ شرکت یوه غیر انتفاعي موسسه ده چې وړیا خدمت کوي ''زموږ شرکت یوتجارتي شرکت دی چې غواړي ګټه ترلاسه کړي- موږ له خپلو مشتریانو څخه ډیرې کمې پیسې اخلو او تجارتي ماډل مو پردې بنسټ ولاړ دی چې باید په ډیره پراخه کچه وي.''

نوښت

Image caption ټوني مارا ویګلیا پدې فکرکې وه چې تکنالوجی به څنګه وکولاې شي په کینیا کې د روزنې کارته وده ورکړي.( تصویر د ټوني مارا ویګلیا)

د افریقا د ډیرو ځوانو خلکو لپاره، میسره پوهنه روزنه اکثراً له اړتیاوړ آسانتیاو بې برخې او ګرانه ده. د محدودو دولتي بودیجوله امله په ټولګیوکې د زده کونکو شمیر له حده زیات او د ښونکو کار ډېر دروند دی، کتابونه لږ دي، د خصوصي ښونځیو فیسونه قیمته او د ډېرو له توانه لوړ دي.

میرمن ماراویګلیا د کلیفورنیا له پوهنتونه فارغه شوې او لومړی د نیویارک په یوه بیوزلې سیمه کې ښونکې وه. هغه د ټوکې په توګه وايي چې تکنالوژي يې نه خوښېده، او د هغې د شرکت کینیايي شریک ښاغلی کاګیچیري د تکنالوژۍ یو کارپوه دی چې ښونکي يې نه خوښېدل.

هغه وايي: ''کاګي پدې هکله زما فکربدل کړ چې کوم کارونه شوني دي، کله چې د تکنالوژي یوکارپوه او یو ښونکی خپل فکرونه سره یوکړي کولای شي ښې عملې لارې چارې پیدا کړي.''

مجازي مرستیاله ښونکې ۵۰۰،۰۰۰ کسانو سره مرسته کوي چې د کورسونوموادو ته لاسرسی ومومي او یوازې د ګرځنده ټیلیفون د لیکلیو پیغامونو له لارې له زده کونکو پوښتنې او ورته لارښونې کوي. ددې کار بیه په اونۍ کې ۱۰ کینیايي شلینګه یا ۱۰ سنټه کیږي، چې د هغوی د ګرځنده ټیلیفون له حسابه اخیستل کیږي. ددې شرکت دغه آسانتیاوې د آندرویډ ټیلیفونونو او انټرنیټ له لارې هم ترلاسه کېدای شي خو زیاتره برخه يې د عادي ګرځنده ټیلیفونو د متني پیغامونه له لارې ده.

پدې توګه د کینیا د کلیوالو سیمو زده کونکي کولای شي خپلو زده کړوته دوام ورکړي حتی که انټرنیټ او ګران هوښیار ټیلیفونونه هم ونه لري.

د زده کړې دا کورسونه زیاتره د ۱۰-۱۸ کلنو لپاره دي خو د هغو ۲۵ کلنولپاره هم شته چې له ښوونځي نه پاتې شوي وي.

د زده کړې دا کورسونه د کینیا د ملي تعلیمي نصاب سره سمون لري او داسې مضمونونه لکه ریاضي، ساینس، انګریزي او کیسواهیلي ژبې پکې شامل دي.

زده کونکوته پوښتنې استول کیږي- ځینې يې آزادې پوښتنې او ځینې يې څلورځوابي وي، او کله چې ځوابونه بېرته راشي، سم وي اوکه نه، هغوی ته فیډبیک او د اړتیاوړ لارښونې ورکول کیږي.

د هوښیار ټیلیفونونو په اپس کې ځینې پولیسي ګیمونه یا لوبې هم شته دي چې نوم يې دی ''مېرمن مندیزي چیرته ده؟'' پدې توګه زده کونکوته نورې لارښونې هم کیږي او د سبقونو په ترڅ کې يې نومرې زیاتیږي.

ښاغلي کاګیچیري وايD ''موږ هڅه کوو (د هوښیارو ګرځنده ټیلیفونونو) اپس کې 'ګیمونه' هم رامنځته کړو، ویکیپیډیا او انټراکټیف چاټ ته لاسرسی هم شته دی- داسې یوچاپیریال دی چې خلک پکې زده کړه کوي، خو په عین وخت کې د لوبو او ساعت تیري شیان هم پکې شته دي.''

کاګې له اته کلنۍ راهسې دغه ډول پروګرانه زده کول.

لوړې هیلې

په کینیا کې د ګرځنده ټیلیفون کارونکي خورا زیات دي چې شمیر يې ۵۰۰،۰۰۰ ته رسیږي- له دې کسانو څخه ۷۰،۰۰۰ تنه هره میاشت له دغوز ده کړو څخه ګټه اخلي.

میرمن مارا ویګلیا وايي ''زموږ زیاتره زده کونکي هره شپه په خپلوکورونوکې له ۲۰ دقیقو تریوساعته پورې په زده کړې بوخت وي.''

د اشرکت وايي ځینې هغه زده کونکي چې ددوې له تعلیمي سیستم څخه ډیر کار اخلي د هیواد په لیرې پرتو سیموکې ژوند کوي. لږترلږه ۳۰سلنه زده کونکي یا له ښونځیوپاتې شوي اویا یې عمرلوړشوی، دودیزه تعلیمي نظام دهغوې لپاره ډیرمهم دی.

بیتریس ومبولي چې د ۱۲کلنې پینینا مورده وايي ''هره اونۍ د ۱۰ شلینګو په لګښت زما ماشوم ته هره ورځ ډیرې پوښتنې استول کیږي، ځینې داسې موضوعګانې وې چې زما ماشوم ورباندې نه پوهیده او اینیزا (مجازي ښونکې) ورسره مرسته وکړه.''

''د اینیزا په مرسته هغې په ښونځي کې دویم مقام ترلاسه کړ،پخوا هغه په اوم مقام کې وه.''

ددې شرکت ښونکي هیله من دي چې د اینیزا اپ د نورو افریقايي هیودو لپاره هم چمتوکړي. په تانزانیا او ګانا کې ېې کارپیل کړیدی. په سوهیلي ژبې کې ''اینیزا'' د ''خپرولو'' په معنا ده.

Image caption د اینیزا کورسونه دګرځنده ټیلیفون د متني پیغامونو اودهوښیارټیلیفونونو د اپس له لارې ترلاسه کیداې شي.( تصویر د آلن ګیچیګي)

میرمن ماراویګلیا وايي ''موږهیله من یوچې دا (پروګرام) به ډیر پراخ شي.''

''موږغواړو چې په افریقا کې د ګرځنده ټیلیفون له لارې د پوهنې روزنې سرچینه وګرځوو، موږ غواړو چې ۵۰ ملیونو زده کونکو ته ځان ورسوو.''