پاکستان له قطر نه د غاز واردولو تړون وکړ

د قطر د اوبلن غاز لېږدووکې بېړۍ له سویس کانال تېرېږي (د فرانسې خبري آژانس انځور) د انځور حقوق AFP
Image caption د قطر د اوبلن غاز لېږدووکې بېړۍ له سویس کانال تېرېږي (د فرانسې خبري آژانس انځور)

د پاکستان د انرژۍ وزیر شهید خاقان عباسي ویلي، هېواد یې له قطر سره د ۱۶ میلیارد ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی، چې پربنسټ به یې دغه هېواد له قطر نه د ۱۵ کلونو لپاره غاز واردوي.

د غازو د واردولو چاره به راتلونکې میاشت (دسمبر) کې پیل شي.

عباسي رویټرز خبري آژانس ته د قطر پلازمېنه دوحه کې د آسیايي هېوادونو د انرژۍ د وزیرانو غونډې په څنډو کې ویلي، له قطر سره پاکستان هر کال د ۱٫۵ میلیون ټن غاز واردولو هوکړه کړې.

دی وايي، دواړو لوریو د غازو پر بیې لومړۍ پرېکړه کړې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

قطر هر کال د دوو لویو پروژو (قطر غاز) او ''راس غاز'' له لارې ۷۷ میلیون ټنه غاز تولیدوي.

پاکستان هیله لري چې دغه هوکړه به پاکستان کې د اوبلن غاز په مټ د چلېدونکو برېښنايي فابریکو د برېښنا ستونزه حل کړي.

د پاکستان په ځینو سیمو کې هره ورځ آن شل ساعته برېښنا پرچاو وي.

د انځور حقوق
Image caption عباسي رویټرز خبري آژانس ته د قطر پلازمېنه دوحه کې د آسیايي هېوادونو د انرژۍ د وزیرانو غونډې په څنډو کې ویلي، له قطر سره پاکستان هر کال د ۱٫۵ میلیون ټن غاز واردولو هوکړه کړې.

د پاکستان نژدې نیمايي برېښنا د غازو په مټ چلېږي، او دغه هېواد هره ورځ نژدې ۴٫۱ میلیارد معکب ګامه غاز تولیدوي، خو نژدې شپږو میلیاردو نورو ته اړتیا لري.

پاکستان، چې د وګړو شمېر یې شاوخوا ۱۸۰ میلیونه دی، په وروستیو کلونو کې د برېښنا د پرچاوېدو له کبله د خلکو له قهرجنو لاریونونو سره لاس او ګرېوان و، خو اسلام آباد هڅه کوله، چې د برېښنا او غازو ستونزه له ایران نه د واردېدونکي غاز په مټ حل کړي.

د جاپان توهوکو د برېښنا شرکت وړاندې ویلي وو، له قطر سره یې د ۱۵ کلونو لپاره د غازو واردولو یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې د راتلونکي ۲۰۱۶ کال له پیل سره به یې واردول پیل شي.

جاپان په نړۍ کې د غازو تر ټولو ډېر واردوونکی هېواد دی، چې د فوکو شیما اتوم بم له پېښې وروسته یې واردات په لوړه کچه ډېر شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption اسلام آباد هڅه کوله، چې د برېښنا او غازو ستونزه له ایران نه د واردېدونکي غاز په مټ حل کړي.