انګ سان سوچي: "ټاکنو کې مو غوڅ اکثریت ګټلی"

Image caption اغلې سوچي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې ګوند یې ۷۵ سلنه څوکۍ ګټلي.

د میانمار انګ سان سوچي له ټاکنو وروسته بي بي سي سره په خپله لومړۍ مرکه کې ویلي، باور لري چې ګوند یې په ټاکنو کې اکثریت څوکۍ ګټلي.

لومړۍ پایلې ښيي چې د میانمار ملي ديموکراسي پلوه ګوند (اېن اېل ډي) په ټاکنو کې غوڅ اکثریت ګټلی خو د رسمي پایلو اعلان ښايي څو ورځې ونیسي.

دغه ټاکنې په تېرو ۲۵ کلونو کې په میانمار کې تر ټولو ازادې ټاکنې بللې شوي.

د بي بي سي له فرګل کین سره په مرکه کې اغلې سوچي د رایې کارونې بهیر په "پراخ ډول ازاد" وباله خو زیاته یې کړه چې شفاف نه و.

د میانمار پارلمان ۶۶۴ څوکۍ لري، له دوی یې څلورمه برخه څوکۍ پوځ او دېموکراسي پلوه ګوند (اېن اېل ډي) ته ځانګړې شوي.

د غوڅ اکثریت ګټلو لپاره باید یو ګوند د پاتې څوکیو ۷۰ سلنه وګټي.

د انځور حقوق AP
Image caption په ټاکنو کې په پراخ ډول خلکو ګډون وکړ

اغلې سوچي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې ګوند یې ۷۵ سلنه څوکۍ ګټلي.

په میانمار کې د یو اېس ډي پي ګوند چې پوځ یې ملاتړ کوي په ۲۰۱۱ کال کې هغه وخت واک تر لاسه کړ چې په دغه هېواد کې د لسیزو نظامي حکومت په یوه جمهوري او ولسي حکومت واوښت.

د پایلو اعلان کې ځنډ

د تېرې یکشنبې ورځې (اکتوبر ۸) ټاکنو پایلې په ځنډ او ورو ورو اعلانېږي.

د ټاکنو کمېسیون وايي چې د انګ سان سوچي ګوند تر اوسه په اعلان شویو ۸۸ څوکیو کې ۷۸ ګټلي او تر سیال ګوند ډېر وړاندې دی.

د ټاکنو د څارنې امریکايۍ ادارې کارټر سېنټر چې په دغو ټاکنو کې یې ۲۴۵ د رایې اچونې مرکزونه څارلي وايي چې په ډېرو سیمو کې ټاکنې "سختې او ازادې" وې.

د انځور حقوق AP
Image caption په ۲۰۱۱م کال کې په میانمار کې د لسیزو پوځي حکومت په جمهوري حکومت واوښت

دوی ډېرو ستونزو ته هم اشاره وکړه.

د مثال په ډول په ټاکنو کې د روهنګیا مسلمانانو نه پرېښودل، له وړاندې د رایې کارونې په بهیر کې د شفافیت نه شتون او په ټولو ځایونو کې د لومړنیو پایلو نه اعلانول.

د اېن اېل ډي ګوند ویاند وېن تین د ټاکنو کېسیون تورن کړی چې د ټاکنو د پایلو اعلان یې په "قصدي ډول" ځنډولی.