جينيوا کې يو الماس په ۴۸ ميليون ډالرو وپلورل شو

Image caption د ستورو رڼاګانو په څېر ځلېدونکی دغه الماس د لاس د ګوتې په ګوته کې اېښودل شوی او پوهان وايي دا د قيمتي غميو يو ځانګړی ډول دی

د سويس پلازمېنه جنيوا کې په يوه ليلام کې د (Blue Moon) په نوم ۱۲،۰۳ قيراطه الماس په نړۍ په تر ټولو لوړې بيې وپلورل شو.

دغه کميابه الماس په ۴۸،۴ ميليون ډالرو پلورل شوی دی.

د ليلام تنظيموونکي وايي د 'بلو مون' يا اسماني سپوږمۍ په نوم الماس په نړۍ کې تر بل هر الماس په لوړه بيه وپلورل شو.

د هانګ کانګ يوه شوقي دغه الماس اخيستی دی او له اخيستو وروسته يې نوم پرې (The blue moon of Josephine) ايښی دی.

د ستورو رڼاګانو په څېر ځلېدونکی دغه الماس د لاس د ګوتې په ګوته کې اېښودل شوی او پوهان وايي دا د قيمتي غميو يو ځانګړی ډول دی.

دا الماس د تېر کال په جنورۍ مياشت کې په جنوبي افريقا کې وموندل شو او څلور کنجه توګل شوی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پوهان وايي رنګه الماسو اوس د خلکو په مينځ کې ډېر شهرت پيدا کړی او بازار يې ډېر تود دی

دا الماس د پيټرا ډاينمنډ په نوم کمپنۍ د جنوبي افريقا په پريتوريا کې د کلينن په کان کې موندلی و.

د دغه الماس د اخیستو لپاره بولۍ د ټيليفون له لارې کېده او د اخيستونکي پېژندګلوي پټه ساتل شوې ده.

د سې شنبې پر ورځ د چين يوه وګړي د کرسټي په نوم نيلام کې ګلابي رنګه الماس چې وزن يې ۱۶،۰۸ قيراط ښوول شوی په ۲۸،۵ ميليون ډالر واخيست.

اخيستونکي پر دې الماس د 'سويټ جوزفين' نوم اېښی دی.

پوهان وايي رنګه الماسو اوس د خلکو په مينځ کې ډېر شهرت پيدا کړی او بازار يې ډېر تود دی.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب