د ميانمار پوځ له نوي حکومت سره د ګډ کار ژمنه کړې

د انځور حقوق EPA
Image caption تر دې وړاندې د میانمار ولسمشر تهین سین د اپوزېسیون مشرې انګ سان سوچې ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې

د ميانمار د پوځ مشر ژمنه کړې چې د يکشنبې پر ورځ له تاريخي ټاکنو وروسته به په هېواد کې له نوي حکومت سره کار وکړي.

د پوځ مشر مين آنګ هلنګ ويلي پوځ به له نوي حکومت سره چې د ټاکنو په پايله کې رامنځته شوی ښه همکاري ولري.

انګېرنه دا ده چې د آنګ سان سوچي په مشرۍ د ديموکراسۍ ملي ليګ ګوند دا ټاکنې وګټي، ځکه ويل کېږي چې ښايي ۸۰ سلنه څوکۍ وګټي.

خو سره له دې هم ۲۵ سلنه څوکۍ د پوځ لپاره بېلې شوې دي او د دې معنا دا ده چې لا هم پوځ به پر حکومت ډېر نفوذ ولري.

د ميانمار د تېرې يکشنبې ورځې ټاکنې په تېرو ۲۵ کلونو کې ازادې او بېسارې وې.

تر دې وړاندې د میانمار ولسمشر تهین سین د اپوزېسیون مشرې انګ سان سوچې ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې.

مېرمن سوچې د خپل هېواد مشرتابه ته لیک استولی او په کې یې د ملي روغې جوړې په اړه د خبرو غوښتنه کړې.

خبریالان وايي له پراخې بریا سره هم مېرمن سوچې له احتیاطه ډکه تګلاره غوره کړې ده.

واکمن یووالي او پرمختګ اتحاد ګوند چې پنځه کاله مخکې یې ناندریزو ټاکنو کې پراخه بریا تر لاسه کړې وه، اوس د هغو څوکیو پينځه سلنه ګټلې دي، چې سیالي یې پرې کوله.

د میانمار پارلمان ۶۶۴ څوکۍ لري، له دې ډلې څلورمه برخه څوکۍ پوځ او دېموکراسۍ پلوي ګوند (اېن اېل ډي) ته ځانګړې شوي.

ورته مطالب