له لمریز نظام بهر تر ټولو لویه سیاره کشف شوې

د نوي ډبرین جسم د تودوخې درجه ۴۵۰ درجې ده، چې له شمسي نظام نه بهر ځمکې ته نژدې ګڼل شوی، خو ۲۳۰ ټریلیون میله لیرې دی او په اوسنیو ټیلیسکوپونو یې څېړنه کېدای شي د انځور حقوق AP
Image caption د نوي ډبرین جسم د تودوخې درجه ۴۵۰ درجې ده، چې له شمسي نظام نه بهر ځمکې ته نژدې ګڼل شوی، خو ۲۳۰ ټریلیون میله لیرې دی او په اوسنیو ټیلیسکوپونو یې څېړنه کېدای شي

ستور پېژندونکي وایي، په لمریز نظام کې یې تر ټولو لرې جسم (ډبرینه سیاره) موندلې ده. دا کاڼی له لمره ۱۵ میلیارده کاله واټن لري. دا نوی جسم چې کابو د ځمکې په اندازه دی، نژدې ۲۳۰ ټریلیون میله لیرې ګڼل شوی.

پوهان وايي، په دې نوي جسم کې د ژوند کولو امکان نه شته، ځکه چې د تودوخې درجه یې ډېره لوړه ده، او د لا نورو جزییاتو ترلاسه کولو لپاره ډېرې څارنې او وخت ته اړتیا ده.

دا نوی کشف شوی کاڼی 1132، یا GJ1132b ګلیسي سیارې ته نژدې چورلېږي، چې په همدې نامه یاد شوی دی.

که څه هم هلته د سیماب د تودوخې کچه تر ۴۵۰ درجو پورې رسېږي، خو دومره سوړ هم دی چې د هوا پوښی د زهرې د سیار په څېر یخ وګرځي، خو پوهان وايي له نېکه مرغه دومره نژدې دی چې دوی یې په اړه څېړنې کولی شي.

پوهان وايي، د نوي کشف شوي جسم اندازه زموږ د لمر له پنځمې اندازې ډېره نه ده، او په هرو ۱٫۶ ورځو کې تر خپل ستوري چارچاپېره راڅرخي او ۱٫۴ میلیون میله واټن ترې لري، همدا ده چې د تودوخې درجه یې لوړه ده.

ځمکني غبرګولي

ستورپېژندونکی ډیویډ چاربونو چې په دې چمتو شوي راپور کې ګډونوال هم و، وايي ''زموږ وروستی هدف دا دی چې د ځمکې غبرګونې سیاره ومومو، خو د لارې په اوږدو کې د زهرې سیارې له غبرګوني سره مخامخ شوو''.

د انځور حقوق Detlev van RavenswaaySPL

ستورپېژندونکي دا مهال هڅه کوي چې له هابل او سپیټزر فضايي ټیلیکسوپ نه او جیمز ویب فضايي تیلیکسوپ نه داسې معلومات او یادښتونه ترلاسه کړي، چې تر ۲۰۱۸ کال پورې یوه سیاره ولېږي.

په ''نېچر'' مجله کې د میریلېنډ پوهنتون ډریک دیمینګ وايي، ستورپېژندونکي دا توان لري چې GJ 1132b سیاره ښه وڅېړي.

دی وايي، دا نوی کشف شوی جسم له شمسي نظام بهر تر ټولو مهم کشف شوی څیز دی.