د جرمني يو کور کې د ماشومانو مړي موندل شوي

Image caption د ماشومانو مړي د چک جمهوريت له پولو سره نژدې والنفېلز ښارګوټي کې موندل شوي

د جرمني پوليس وايي د چک جمهوريت له پولو سره څېرمه يوه ښارګوټي کې د يو شمېر ماشومانو مړي موندل شوي دي.

دغه مړي چې فکر کېږي شمېر يې اووه وي، د پوليسو په وينا د پنجشنبې پر ورځ وروسته له هغه وموندل شول، چې يوې ښځې په والنفېلز ښارګوټي کې د خطر زنګ وواهه.

پوليسو ويلي دوی بايد د دې استوګنځي له مخکينۍ اوسېدونکې سره، چې يوه ۴۵ کلنه ښځه ده، خبرې وکړي.

ازموينې اوس په ترسره کېدو دي، خو دا چې د مړيو حالت ډېر ناوړه دی، بهير یې ښايي څه وخت ونيسي.

دا لا روښانه نه ده، چې دا ماشومان څومره موده هلته وو، او يا دا چې څنګه مړه شوي دي.

د جرمن رسنيو د راپورونو له مخې يوه جوړه چې څو ماشومان يې لرل، دې کور کې اوسېدل، خو تېره نژدې موده سره بېل شوي وو.

د ښارګوټي ښاروال انفراکن وېبپاڼې ته ويلي چې د ښار وګړو يې ټکان خوړلی دی.

"دا پېښه دې وړه خوندي نړۍ کې شوې، او اوس يې دلته ډېر خلک په اړه لړزېدلي او خواشيني دي."

جرمني تېرو څو کلونو کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د وژنې څو پېښو ليدونکی و.

تېر کال يوه ښځه د خپلو دوو ماشومانو په وژنه محکومه شوې وه، چې مړي يې يوه يخچال کې پټ کړي وو.

په ۲۰۰۵ کال کې هم د پولنډ له پولو سره څېرمه يوه ښارګوټی کې د نهو نويو زېږېدلو ماشومانو مړي موندل شوي وو، چې ګلدانونو کې پټ شوي وو.