د تېلو ريکارډ کچه زېرمه ۳ ميليارډ بېلرو ته رسېدلې

د انځور حقوق Getty

د انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د جمعې پر ورځ ويلي د تېلو دريو ميليارډ بېلرو ريکارډ کچه زېرمه به تر راتلونکي کال پورې همداسې ډکه پاتې وي او پر بيو به خپل فشار وساتي.

ای اي اې خپل مياشتني راپور کې ويلي د تېلو زېرمو ريکارډ کچه دريو ميليارډ ډالرو ته رسېدلې ده.

دې راپور له خپرېدو سره د اروپا ونډو بازارونو کې بيې ولوېدې، چې د لندن فوټسې ورسره نژدې ۱٪ سلنه پرېوتی دی.

د اسيا ونډو بازارونو کې له چټکې پرځېدا وروسته، چې هانګ کانګ ۲،۲٪ سلنه لوېدلی، د فرانکفورټ او پاريس بازارونو هم ګوزار خوړلی دی.

پانګوالو د يوروزون ودې نهيلي کوونکو شمېرو او هم د چين له لوري د غوښتنې کمزورۍ له امله د توکو بيو لوېدو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

نور عوامل چې پر باور اغېز کوي، هغه وېرې هم په کې دي چې د امريکا مرکزي بانک به راتلونکې مياشت د سود کچه لوړوي.

فوټسې غرمه مهال په ۵۲ پواينټونو ښکته وو، فرانکفورټ ۰،۷٪ سلنه لوېدلی او د پاريس ونډو بازار ۰،۸٪ سلنه پرځېدلی دی.

تېرو ۱۸ مياشتو کې د تېلو بيې له نيمې ډېرې لوېدلې، په داسې حال کې چې د امريکا تېلو توليد او هم د اوپېک تېلو توليدوونکې ډلې د توليد کمولو ته غاړه نه ده ايښې، د تېلو زېرمې ورسره نورې زياتې شوې دي.

د انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ ويلي اټکل دی ۲۰۱۶ کال کې به د تېلو نړيواله غوښتنه لا نوره ولوېږي، په داسې حال کې چې ټيټې بيې به یې هم خپل جاذبيت بايلي.

دې اېجنسۍ اټکل کړی چې د تېلو لګښت به د ورځې شاوخوا ۱،۲۱ ميليون بېلره ولوېږي، چې د سږني کال له ۱،۸۲ ميليون ناعادي لوړوالي به ښکته وي.