د پاریس بریدونه: 'پرېښودل شوي موټر' کې وسلې موندل شوې

د انځور حقوق

د فرانسوي پولیسو د څېړنو پربنسټ، د پاریس له بریدونو وروسته ځینې کلاشنیکوفونه په یوه 'پرېښودل شوي موټر' کې موندل شوي چې ودې شي په بریدونو کې د کارول کېدو لپاره ځای پرځای کړل شوي وو.

د فرانسې عدلي سرچینې وايي، دغه کلاشنیکوفونه د یکشنبې په ورځ د پاریس په ختیځ مونټریل کې په یوه موټر کې له برید کوونکو پاتې شوې دي.

یو برید کوونکی مشخص شوی

د فرانسې پولیسو پاریس کې د خونړیو بریدونو د یوه برید کوونکي عمر اسمعیل مصطفی پلار او ۳۴ کلن ورور نیولي او د هغوی کور یې پلټلی دی. د فرانسې خبري اژانس ویلي، عمر اسمعیل یو له هغو درو برید کوونکو و، چې د باتاکلان سالون کنسرټ برید کې یې لږترلږه ۸۹ کسان ووژل.

د انځور حقوق EPA

سرچینه وايي، عمر اسمعیل ۲۹ کاله عمر درلود، چې د پاریس په یوه ډېره بې وزله سیمه کې زیږېدلی او د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ د یوه جرم په تور محکوم شوی و، خو زندان ته نه وو اچول شوی.

۲۰۱۵: فرانسه کې بریدونه

رپوټون هوايي، د فرانسې پولیس اوس د اسمعیل د تېر تاریخ په لټه کې دي، چې آیا سوریې ته خو به کوم وخت نه وي تللی.

فرانس پرېس وايي، د مصطفی ورور وروسته تر هغه پولیسو ته ځان په لاس ورکړی، چې پوی شوی د پاریس بریدونو کې د ده د ورور هم ښکېل و.

د انځور حقوق EPA

د فرانسې پولیسو عمر اسمعیل د هغه د ګوتو د نښو اخیستو له لارې پېژندلی دی.

پاریس کې له مرګونو بریدونو یوه ورځ وروسته ''اسلامي دولت'' ډلې ددغو پړه ومنله، چې لږترلږه ۱۲۹ کسان پکې ووژل شول. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دغه بریدونه د فرانسې پر وړاندې د دغې ډلې د ''جګړې اعلان'' ګڼلی.

په فرانسه کې درې ورځې ملي ویر اعلان کړی.

د جمعې په شپه (نومبر ۱۳مه) پاریس کې پر څو رسټورانټونو، مېله ځایونو او د فوټبال سیالۍ پر لوبغالي بریدونه وشول، چې د لوبې لیدو ته د فرانسې ولسمشر هم ورغلی و.

په بریدونو کې د ۱۲۹ وژل شویو سربېره ۱۸۰ کسان ټپیان شوي، چې د ۸۰ یې روغتیايي وضعیت نازک ښوول شوی.

''اسلامي دولت'' ډلې پخپلې یوې ویناپاڼې کې ویلي، تر هغو چې فرانسه خپل سیاست ته دوام ورکوي، دوی به یې پرضد بریدونه جاري وساتي.

د یوه بریدګر خپلوان نیول شوي

د فرانسې د لوی څارنوال دفتر ویلي، فرانسوي پولیسو د پاریس بریدونو کې د یوه برید کوونکي د کورنۍ ځینې غړي نیولي دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د فرانسې خبري آژانس د پولیسو د څېړنیزې ډلې له قوله ویلي، پولیسو د یوه برید کوونکي پلار او ورور نیولي دي

لوی څارنوال فرانسو مولان خبریالانو ته ویلي ''پوهېږو چې دوی له کوم ځایه راغلي وو او د تمویل سرچینه یې څه وه''.

مولان زیاتوي، اووه واړه برید کوونکي وژل شوي، او له یوه سره د سوریې پاسپورټ هم موندل شوی.

دی وايي، برید کوونکو له درو خواوو بریدونه کړي، او پر یوه وخت یې اته چټک او هم مهاله بریدونه کړي.

که څه هم د نیول شویو کسانو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي، د فرانسې خبري آژانس د پولیسو د څېړنیزې ډلې له قوله ویلي، پولیسو د یوه برید کوونکي پلار او ورور نیولي دي، او د پاریس په ختیځ کې ۱۳۰ کیلومتره لیرې یې په رومیلي سور سین کې یې د دوی کور لټولی دی.

ویل کېږي چې برید کوونکي اته کسان نه و، بلکې اووه و، چې له ځانه سره یې ډېرې وسلې او چاودېدونکي توکي لرل.

د انځور حقوق AFP

پر همدې مهال، رویټرز خبري آژانس د فرانسې د لومړيوزیر مانوېل والس له خولې ویلي، فرانسه به سوریه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضد خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ''اسلامي دولت'' ویناپاڼه

د ''اسلامي دولت'' ډلې ملاتړو پر ټولنیزو رسنیو ددغې ډلې هغه اعلامیه خپره کړې، ده چې د پاریس د بریدونو پړه یې پکې منلې.

دا خبرپاڼه چې په فرانسوي او عربي ژبو خپره شوې، وايي چې ''اتو وروڼو، د ځانمرګو بریدونو لپاره له چمتو شویو واسکټونو او ټوپکو په ګټې اخیستو پاریس کې له وړاندې طرحه شوی برید وکړ''.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ''پیغمبر ته سپکاوی او په سوریه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پر قلمرو د فرانسې هوايي بریدونه ددغو بریدونو اصلي لامل وو''.

دغې ډلې ګواښ کړی، چې په راتلونکې کې به هم ورته بریدونه وکړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د فرانسې ولسمشر په هېواد کې بېړنی حالت اعلان او خپلې پولې يې بندې کړې دي. ولسمشر ۱۵۰۰ پوځيان په پاريس کې په دندو ګومارلي دي.

دی وايي "دا د جګړې اعلان دی او دغه بريدونه له هېواده بهر تنظیم شوي او د فرانسې د ننه همکاري ورسره وه.''

د نومبر پر ۱۳مه، د فرانسې پلازمېنې پاریس په یو لړ بمي چاودنو او ډزو کې لسګونه کسان ووژل شول.

''اسلامي دولت'' ډلې په یوه ویناپاڼه کې د پاریس بریدونو پړه منلې ده.

په دغو بریدونو کې لږترلږه ۱۲۹ کسان وژل شوي. رپوټونه وايي، لږ تر لږه اته بریدګر هم په ډزو وژل شوي دي.

فرانسه کې بېړنی حالت اعلان شوی او فرانسې خپلې پولې تړلې دي.

+ د برید انځوریز راپور

د انځور حقوق Getty

رویټرز خبري آژانس ویلي، ''اسلامي دولت'' په یوې وېډیو کې، چې د ثبتېدو نېټه یې کره نه ده ګواښ کړی، که چېرې فرانسه ددغې ډلې د وسله والو پرضد له بمباریو لاس وانخلي، نو دوی به پر فرانسې بریدونه وکړي.

غبرګونونه

  • د افغانستان ولسمشر دغه بریدونه 'وېروونکی جنایت' بللی دی. محمد اشرف غني وايي، په نړۍ کې ترهګریز بریدونه نه بخښل کېدونکي جنایتونه دي چې په ګرده نړۍ کې بې ګناه خلک په نښه کوي.
  • د ترکیې د لومړي وزیر دفتر د پاریس بریدونه د انسانیت ضد یو جرم بللی، چې وايي فرانسویانو ته د زړه له تله غمشریکي وایو.
  • د ایران ولسمشر حسن روحاني هم دا بریدونه غندلي او د فرانسې له حکومت او ولس سره یې خپله غمشریکي ښوولې ده.
  • د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون د پاریس له بریدونو وروسوته بېړنی غونډه کړې.
  • د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د پاریس بریدونو د سوري شخړې په تړاو ویانا کې د شنبې ورځې پر نړیوالو خبرو اغېز کړی.
  • د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل وايي، هېواد یې له فرانسې سره د اروپايي ارزښتونو او د سخت دریځو د بریدونو د مخنیوي لپاره اوږه په اوږه ولاړ دی.
  • واتیکان د ''لېوني ترهګریز تاوتریخوالي'' پرضد د پرېکنده غبرګون ښوولو غږ کړی.

رپوټونه وايي، د پاریس مرکز کې دو فرانس ته څېرمه پر خوړنځيو ځانمرګي بریدونه شوي او بیا نښته شوې ده.

د فرانسې لوی څارنوال ویلي، په بریدونو کې لږترلږه اته سخت دریځي هم وژل شوي، چې په وینا یې ''اوه پکې ځانمرګي برید کوونکي دي.''

فرانس پرېس ویلي، د فرانسې بریدونو کې تر اوسه لږترلږه د ۱۲۸ کسانو وژل کېدل تایید شوي، او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي، چې د ۸۰ ټپونه د اندېښنې وړ ګڼل شوي.

د انځور حقوق Reuters

وسله والو د بتکلان کنسرت تالار کې د پولیسو له رسېدا وړاندې ګڼ کسان یرغمل کړي وو.

تر دې وړاندې دغه تالار ته یوه ور څېرمه خوړنځي کې یوه وسله وال سړي لږ تر لږه لس کسان ووژل. یو عیني شاهد بېن ګرانت د دې پېښې په وویل " زه د رستورانت په وروستۍ برخه کې وم. ډېر څه مې ونه لیدل. یو مېز مو راکش کړ او ترې لاندې پټ شوو.

د انځور حقوق Elysee
Image caption د فرانسې ولسمشر د کابینې بېړنۍ غونډه هم وربللې ده.
د انځور حقوق AFP
Image caption په ځینو رپوټونو کې دا چاودنې ځانمرګي بریدونه بلل شوې دي. د پاریس ښاروال پر خلکو غږ کړی، چې له کورونو و نه وځي.

تر هغې پټ وو چې ډزې بندې شوې. کله چې له رستورانته راوتلو نو مړي مو تر پښو لاندې پراته وو. مېرمن مې نشو کولای چې پرې را تېره شي. یوه شېبه مو انتظار وکړ او بیا پولیسو را و ایستلو."

د انځور حقوق Reuters
Image caption په ځینو رپوټونو کې دا چاودنې ځانمرګي بریدونه بلل شوې دي. د پاریس ښاروال پر خلکو غږ کړی، چې له کورونو و نه وځي.

بلخوا، د فرانسې ملي لوبغالي سره هم ګڼې چاودنې شوې دي.

له بریدونو وروسته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ او د هېواد پولې یې وتړلې.

ولسمشر په یوه تلویزوني وینا کې دغه برید په کلکو ټکو وغنده او وویل ولس د دغو بریدګرو پر ضد یو موټی ولاړ دی.

ولسمشر اولاند د فرانسې او جرمني تر منځ د فوټبال د سیالۍ ننداره کوله، چې ملي لوبغالي ته څېرمه د چاودنو غږ واورېدل شو. نوموړی سمدستي د حکومتي غبرګون د همغږۍ لپاره د کورنیو چارو وزارت ته ورغی.

د انځور حقوق AFP

نوموړي د کابینې بېړنۍ غونډه هم وربللې ده.

په ځینو رپوټونو کې دا چاودنې ځانمرګي بریدونه بلل شوې دي. د پاریس ښاروال پر خلکو غږ کړی، چې له کورونو و نه وځي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په خپل غبرګون کې د پاریس بریدونه د ولسي وګړو د وېرولو په موخه یوه ظالمانه کړنه وبلله. نوموړي ویلي، امریکا به په دې برخه کې له فرانسې سره تر خپله وسه هر راز مرسته وکړي.

ولسمشر اوباما زیاته کړه، موږ په ښکاره وایو چې د ترهګرۍ او سخت دریځې پر ضد په دې جګړه کې د فرانسې د ولس تر څنګ ولاړ یوو.

Image caption اوباما: موږ په ښکاره وایو چې د ترهګرۍ او سخت دریځې پر ضد په دې جګړه کې موږ د فرانسې ولس تر څنګ ولاړ یوو.

د برتانیې لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون ویلي، چې د پاریس دې پېښې ټکان ورکړی او ژمنه یې کړې، چې برتانیا په دې تړاو له فرانسې سره هر ډول مرستې ته چمتو ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پاریس اوسېدونکو ته ویل شوي چې په خپلو کورنو کې پاتې شي

د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل هم ویلي، چې دغو بریدونو سخت ټکان ورکړی دی.

ورته مطالب