بیروت: ځانمرګي بریدګرو د شیعه ګانو سیمه کې لسګونه کسان وژلي

د انځور حقوق EPA
Image caption بیروت کې د حزب الله پر مرکز له دې مخکې ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې هم بریدونه شوي دي، چې سني سخت دریځې ډلې یې مسوولیت منلی دی

د لبنان پلازمېنه بېروت یوه ګڼ مېشتې سیمې کې د چارواکو په وینا دوو ځانمرګي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپیان دي.

ویل کېږي ځانمرګو بریدګرو د ښار سویل برج البراجنه سیمه کې ځان پورې تړلي باروت وچوول، چې د سخت دریځه اسلامپاله حزب الله یو کلک مرکز بلل کېږي.

اسلامي دولت نومي وسله واله ډله وايي دغه برید دوی کړی، خو خپلواکو سرچینو یې دغه ادعا نه ده تایید کړې.

له هغه وزوسته، چې بېروت کې ۲۵ کاله مخکې کورنۍ جګړه پای ته رسېدلې دا تر ټولو خونړي بریدونه بلل کېږي.

لومړي وزیر تمام سالم، دغه بریدونه غندلي 'ناروا ' یې بللي او له لبناني سیالو ډلو یې غوښتي، چې د ' شخړې رامنځته کولو پلانونو ' خلاف یو موټی شي.

په ځايي وخت ماښام اته بجې دواړو بریدګرو د برج البراجنه سیمې پر یوه واټ یوه بل ته نژدې واټن کې چاودنې وکړې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه سیمه د پلازمېنې په سویلي څنډو کې موقعیت لري، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي

یوې امنیتې سرچینې ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویل، چې یوه بریدګر د شیعه ګانو یوه جومات مخې ته خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړه او دویم هغه د خوږو یوه پلورنځي کې دننه ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول.

د یوه درېیم بریدګر مړی د چاودنې ځای کې موندل شوی.

په ظاهره داسې ښکاري، چې دغه درېیم بریدګر خپل واسکټ ته له چاودنې ورکولو مخکې د ملګري بریدګر په چاودنه کې وژل شوی دی.

یوه عیني شاهد ځايي ټلویزیون ته وویل:

'' هماغه چې زه د پېښې ځای ته ورسیدم، چاودنه وشوه، څلور مړي مې په خپلو لاسونو راپورته کړل، چې درې ښځې وې او یو سړی، چې زما ملګری و.''

د انځور حقوق AFP
Image caption وروسته اسلامي دولت نومي ډلې په یوه اعلامیه کې وویل، چې بریدونه دوی کړي او وايي دوه بریدګر فلسطینیان وو او یو د سوریې اوسېدونکی

وروسته اسلامي دولت نومي ډلې په یوه اعلامیه کې وویل، چې بریدونه دوی کړي، چې په خبره یې دوه بریدګر فلسطینیان وو او یو د سوریې اوسېدونکی. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې حزب الله بیا د '' ترهګرو '' خلاف د جګړې جاري ساتلو هوډ څرګند کړی او خپلو دښمنانو ته یې د '' اوږدې جګړې '' خبرداری ورکړی دی.

بیروت کې د حزب الله پر مرکز له دې مخکې ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې هم بریدونه شوي دي، چې سني سخت دریځې ډلې یې مسوولیت منلی دی.

دغه ډله ګاونډي هېواد سوریې ته د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ د وسله والو لېږلو په تړاو د حزب الله پرېکړې سره مخالفت کوي.

دا وروستیو اونیو کې حزب الله د سوریې شمال کې د هغو سیمو بېرته نیولو لپاره، چې د حکومت مخالفو یا اسلامي دولت نومي ډلې په واک کې دي د حکومتي ځواکونو ملاتړ لپاره نور وسله وال لېږلي دي. د عربي نړۍ چارو کې د بي بي سي شنونکی سباسټین عشر وايي دا حیرانونکې چاره نه ده، چې اسلامي دولت ډله د دغو بریدونو مسوولیت مني، خو وايي دغه وینه تویېدنه به د لبنان ۱۵ کلنې کورنۍ جګړې عفریت یو ځل بیا له خوبه ویښ کړي.

هغه زیاتوي، چې دغه هېواد تر اوسه توانیدلی، چې له یوه سیاسي په ټپه ولاړ حالت او د ویړو پرتو ډېرانونو له شتوالي سره، چې په دوبي کې د پراخو احتجاجونو لامل شول یو نسبي ټیکاو وساتي.