امريکا کې د چاغښت کچه يو ځل بيا پورته شوې

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption دغه سروې چې په ۵۰۰۰ کسانو شوې د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي ادارې په نوي راپور کې راغلې ده

يو نوی راپور وايي سره له دې چې په امريکا کې د ښې روغتيا په اړه په ملي کچه هڅې روانې دي بيا هم په امريکايانو کې د چاغښت کچه مخ په پورته کېدو ده.

د چاغښت کچه ۱۹۸۰يمو کلونو کې په ډراماتيک ډول مخ په پورته کېدو وه، خو په ۲۰۰۴ کال کې بېرته عادي حالت ته وګرځېده.

وروستۍ موندنې ښيي چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې د چاغښت کچه چې يوه لسيزه وړاندې ۳۲ سلنه وه ۳۸ سلنې ته لوړه شوې ده.

دغه سروې چې په ۵۰۰۰ کسانو شوې د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي ادارې په نوي راپور کې راغلې ده.

د امريکا په يوه پوهنتون کې د تغذيې ښوولو يوې مسوولې سټېکي سنيلنګ بي بي سي ته ويلي ښايي د چاغښت ډېرېدو يو لامل د هغه کمپاين پيکه کېدل وي چې وايي ''سالم خواړه وخورئ.''

د انځور حقوق PA
Image caption په نويو موندنو کې پتېيل شوې چې د چاغښت کچه د نارينه و په پرتله په ښځو کې زياته ده

په تېرو لسو کلونو کې د چاغښت د مخنيوي لپاره ډېر تمرکز پر خوړو او تغذيې و، خو دا وايي اوس د دې وخت دی چې ډېر تمرکز پر ورزش وشي.

آغلې سنېلنګ وايي: ''د چاغښت پر وړاندې زموږ لومړنی غبرګون د قند لرونکو مشروباتو کمول او د سرو کړو خوړو محدودول دي.''

دې زياته کړه په وروستيو کلونو کې د ګاز لرونکو مشروباتو کچه کمه شوې او اوس د ژر تيارېدونکو خوړو شرکتونه د سالمو خوړو مينو يا لست وړاندې کوي، خو دا ډول عامه روغتيايي ستونزې خورا پېچلې دي.

په نويو موندنو کې پتېيل شوې چې د چاغښت کچه د نارينه و په پرتله په ښځو کې زياته ده.

د انځور حقوق

ورته مطالب