نړيوال او سيمه ييز قدرتونه د سوريې د راتلونکي پر سر پرېکړې ته رسېدلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوريې دولت او مخالفو ډلو په دغه ناسته کې ګډون نه درلود

د امریکا، بريتانيا او روسيې د بهرنيو چارو وزيران وايي د سوريې په اړه غونډه کې د دې هېواد پر راتلونکي او د نوي حکومت د رامنځ ته کولو لپاره د ټاکنو پر مهالوېش پرېکړې ته رسېدلي دي.

اوس مهال په سوريه کې بشار اسد رول تر اختلاف لاندې دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وايي په دغه غونډه کې ځينې ګډون کوونکي هېوادونه وايي بشار اسد بايد د سولې په خبرو کې د تياري لپاره جدي اعلان وکړي.

ښاغلي کېري وويل چې تر راتلونکو ۶ مياشتو پورې به يو لنډمهالی دولت په سوريه کې جوړ شي او ۱۸ مياشتې وروسته به د نوي حکومت د جوړېدو لپاره ټاکنې تر سره شي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر اشټاين هم د قدرت پر لېږد سربېره تر راتلونکې يوې نيمې مياشتې پورې سوريه کې د ټولو غاړو تر منځ د اوربند ټينګېدو غوښتنه کړې.

همدا ډول د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف وايي، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی به پرېکړه کوي چې د سوريې کومې ډلې به د سولې په خبرو کې ګډون کوي.

نن شبنې ۱۴ نومبر پس له دوو اوونيو ناستې وروسته د سيمې او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او دپيلوماتو سربېره د منځنۍ اسيا او نړيوالو ټولنو غړي د اتريش پلازمېنه ويانا کې د سوريې پر سر يوې پرېکړې ته ورسېدل.

د سوريې دولت او مخالفو ډلو په دغه ناسته کې ګډون نه درلود.

په سيمه کې د بشار اسد يو مهم ملاتړی هېواد ايران وايي، نور هېوادونه نشي کولای د سوريې په راتلونکي کې د بشار اسد پر رول پرېکړه وکړي، دغه کار بايد د سوريې د خلکو له خوا د ټاکنو له مخې ترسره شي.

ډېری هېوادونه بيا وايي بشار اسد بايد د سولې او نوي دولت د جوړېدو په پيل کې له هر ډول قدرته تېر شي.