د ميانمار ولسمشر وايي د قدرت لېږد به سوله ييز وي

د انځور حقوق AP
Image caption د ميانمار ولسمشر د دې هېواد د ګوندونو په يوه غونډه کې وويل، ټولې دندې به راتلونکي حکومت ته د پلان له مخې وسپارل شي

د ميانمار (برما) ولسمشر تين سين ژمنه کړې چې د انګ سان سوچي ګوند ته چې د تېرې اوونۍ ټاکنې يې وګټلې د قدرت لېږد به سوله ييز وي.

ده دغه خبري د سياسي مشرانو په يوه غونډه کې په رنګون کې کړې دي.

ملي ډيموکراسي پلوه ګوند وکولای شول په ټاکنو کې ۸۰ سلنه څوکۍ ترلاسه کړي، اوس يوازې د يو څو څوکيو اعلانول پاتې دي.

که چېرې قدرت د انګ سان سوچي ګوند ته ولېږدول شي دا به په دې هېواد کې د پوځ ملاتړي حکومت ۵۰ کلنه دوره پای ته ورسوي.

ويل کېږي دغه ټاکنې په تېرو ۲۵ کلونو کې په دې هېواد کې تر ټولو ازادې بلل شوي دي.

وړاندې له بي بي سي سره په مرکه کې اغلې سوچي د رايې کارونې بهير په "پراخ ډول ازاد" بللی و خو ويل يې چې شفاف نه و.

په ميانمار کې د غوڅ اکثريت ګټلو لپاره بايد يو ګوند د پاتې څوکيو ۷۰ سلنه وګټي د سوچي ګوند په دې توانېدلي چې د څوکيو ۸۰ سلنه تر لاسه کړي.

د ميانمار ولسمشر د دې هېواد د ګوندونو په يوه غونډه کې وويل، ټولې دندې به راتلونکي حکومت ته د پلان له مخې وسپارل شي.

ده وويل "موږ به وښيو چې دا لېږد به راون او سوله ييز وي او د هېڅ شي په اړه به تشويش نه وي"

ولسمشر تين سين له دې واړندې هم پر انلاين دې ته ورته څرګندونې کړې وې خو دا ځل يې د خلکو پر وړاندې بيا تکرار کړې.

همدا ډول ولسمشر زياته کړه چې د دې ټاکنو پايلې د ده د ګوند له خوا د يو لړ اصلاحاتو نتيجه ده.

تراوسه د ټاکنو پايلې ښيي چې د تين سين ګوند له ۴۷۸ څوکيو يوازې ۴۱ ترلاسه کړې دي.

د ميانمار پوځ وړاندې ويلي وو چې د ټاکنو پايلې به ومني.

ويل کېږي اغلې سوچي به راتلونکې اوونۍ له ولسمشر تين سين او د پوځ له مشر سره وګوري.

ورته مطالب