۲۰۱۵: فرانسه کې بریدونه

د انځور حقوق

د نومبر پر ۱۳مه د جمعې په ورځ د فرانسې پلازمېنې پاریس په خونړیو بریدونو کې لږترلږه ۱۲۹ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول. تر دې وړاندې هم د روان ۲۰۱۵ کال له پیله هلته خونړي بریدونه شوي، چې په لاندې ډول دي:

جنوري ۷مه: پاریس کې د 'چارلي ایبدو' مجلې پر دفتر او یوه یهودي خرڅلاوځي برید لږترلږه ۱۷ کسان ووژل.

جنوري ۱۳مه: یوه دوریشت کلن ځوان، چې مسلمان شوی و، او پولیسو د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې توقیف کړی و، د نورماندي (لوېدیځ) البوف کې یوه پولیسو ته د مرګ ګواښ کړی و.

فبروري ۳مه:په نیس کې درې پوځيان د یوه یهودي مرکز مخې ته د خدمت پرمهال په چړو ووهل شول. خو ۳۰ کلن برید کوونکی موسی کولیبالي، چې د پاریس څنډو کې اوسېده، ژر ونیول شو. هغه په بند کې فرانسې، پولیسو، پوځیانو او یهودانو ته له کرکه ډکې څرګندونې وکړې.

اپریل ۱۹مه:د الجزائر یو محصل سید احمد غلام د یوې ښځې د وژلو په تور د فرانسې سوېل کې ونیول شو. احمد غلام چې ویل کېدل، وسله هم ورسره وه، د استخباراتو اداره کې په سخت دریځو افکارو پېژندل کېده. ده ومنله چې په یوه ورګاډي کې یې د برید لپاره پلان جوړ کړی و.

جولای ۱۳مه: څلور څلور ځوانان چې عمرونه یې د ۱۶ او ۲۳ کلونو ترمنځ وو، ونیول شول، یو پکې پخوانی پوځي و، پر دوی تور و چې ګني په سوېلي البیرینیه کې یې پر یوه پوځي کمپ د برید هوډ درلود، پر دوی دا تور هم و چې د یوه افسر سر یې غوڅ کړی او انځور یې خپور کړی او بیا یې د ''اسلامي دولت'' ډلې ملاتړ اعلان کړی.

جولای ۲۶مه: لیون ته څېرمه یاسین صالحي د کار مالک ارفیه کورنارا وواژه او سر یې ترې غوڅ کړ. او د فرانسې ختیځ سان کوانتان کې یې د (ایر پراډکټس) فابریکې د چاودنې هڅه وکړه، غوښتل یې له ګازو ډکه لارۍ پرې وجنګوي، چې بیا ونیول شو.

اګست ۲۱مه: د تالیس په اورګاډي کې د هغې لویې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه، چې امسټردام له پاریس سره نښلوي، امریکايي پوځيانو په وسلې یو سمبال سړی ونیو، چې ویل کېدل پر اوګاډي یې ډزې وکړې او دوه کسان یې ټپیان کړل.

د انځور حقوق
Image caption پارس کې د 'چارلي ایبدو' مجلې پر دفتر او یوه یهودي خرڅلاوځي برید لږترلږه ۱۷ کسان ووژل.

نومبر ۱۰مه:پنځه ویشت کلن سړی په دې تور ونیول شو، چې ګني له یوې ترهګرې ډلې سره تړاو لري. دغه سړي له یوه کال راهیسې تر څارنې لاندې و، خو ویل کېدل هدف یې دا و چې په سوېل ختیځ (تولون) کې پر ملي سمندري ځواکونو برید وکړي.

نومبر ۱۳مه: د فرانسې پاریس کې پر یوشمېر ځایونو خونړي بریدونه او ډزې وشوې، چې لږترلږه ۱۲۹ کسان پکې و،ژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول. د برید پړه ''اسلامي دولت'' ډلې ومنله او د نورو ورته بریدونو ګواښ یې وکړ.

ورته مطالب