''پاکستانی پولیس دې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند ودروي''

د انځور حقوق bbc

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه راپور کې پاکستان نه غوښتي چې په دې هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره ''د پولیسو نامناسب چلند، تاوتریخوالی او د هغوی ځورول او ګواښل'' پای ته ورسوي.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۴ کال دسمبر کې پېښور کې پر یوه پاکستاني ښوونځي د طالبانو له خونړي برید وروسته، پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند په بې ساري ډول ډېر شوی او ددې لامل شوی چې دغه کډوال نیمخوا بېرته جګړې ځپلي هېواد ته ستانه شي او یا اروپا ته د تګ لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د آسیا ددفتر مرستیال فلیم کاین ویلي ''په تېر یوه کال کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو نامناسب چلند په اړه باید د پاکستان دولت چټک ګامونه واخلي. د پاکستان دولت باید پر خپلو پولیسو فشار ډېر کړي چې د افغانانو د تورنولو پر خای اصلي مجرمین ونیسي''.

په دغه ۳۷ مخیزه راپور کې، چې سرلیک یې ''دلته څه کار کوې؟'' نوم ورکړی، ویل شوي، پاکستان کې له افغانانو سره د پولیسو په نامناسب چلند کې ډېر ځلې له بشري حقونو سرغړونې شوې دي.

دغه راپور زیاتوي، د پاکستان دولت د قانون له مخې اړ دی چې له افغانانو سره د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې چلند وکړي او د هغوی انساني کرامت ته درناوی وکړي.

د راپور په جوړولو کې له پاکستان نه له ۵۰ هغو ستنو شویو افغانانو سره مرکې شوې چې هلته څو کاله اوسېدلي دي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې د راپور په جوړولو کې پاکستان کې له ۴۶ مېشتو افغان کډوالو، د افغان او پاکستاني دولتونو له چارواکو، د نادولتي بنسټونو له کارکوونکو، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له چارواکو، دیپلوماتانو، ورځپاڼه لیکونکو او د چارو له کارپوهانو سره خبرې شوې دي.

پاکستان د ګڼو افغان کډوالو کوربه دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې د شمېرو له مخې، دوی هلته ۱٫۵ میلیون کډوال ثبت کړي او نژدې یو میلیون افغان کډوال له اسنادو پرته پاکستان کې ژوند کوي.

ورته مطالب