د چين ختيځ کې ځمکې ښووېدو ۲۱ کسان وژلي دي

د انځور حقوق EPA
Image caption دا لا نه ده جوته شوې چې په دغه کلي څومره کسان اوسېدل او اوس څومره تر خاورو لاندې دي

د چين په ختيځ کې د ځمکې ښووېدو له امله يو شمېر کورونه لاندې شوي، چې له امله يې ۲۱ کسان وژل شوي دي.

اوس شاوخوا ۲۰۰۰ ژغورونکي د هغو کسانو لټون کوي چې فکر کېږي لا هم ژوندي دي.

له څو ورځو سختو اورښتونو وروسته خاورې او ګټونه ښووېدلي او ژيجنګ ولایت کې يې د ليډانګ کلي کورونه ويجاړ کړي دي.

ځمک ښووېدنه د جمعې نيمه شپه شوې او شاوخوا ۳۰ کورونه تر خاورو، ګټونو او خټو لاندې شوې دي.

کلي ته د ورغلو لارو ځينې برخې سيلاوونو ويجاړې کړې دي، چې د ژغورنې هڅې يې ټکنۍ کړې دي.

ځايی چارواکي وايي تر اوسه يو کس ژغورل شوی چې روغتيايي وضعيت يې ښه دی.

دوی وايي د پېښې ځای ته ژغورونکي، کشفوونکي سپي، درانه ماشينونه او اروا پوهان استول شوي، چې د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وکړي.

ځايي رسنۍ وايي ډېری لادرکه کسان ماشومان او د ډېر عمر لرونکي کسان دي.

دا لا نه ده جوته شوې چې په دغه کلي څومره کسان اوسېدل او اوس څومره تر خاورو لاندې دي.

راپورونه وايي هغو کسانو ته د تاوان ورکولو موافقه شوې چې کورونو ته يې زيان رسېدلی دی.

ورته مطالب