پاکستان: له کابله د معلوماتو افشا کېدو له کبله د سولې خبرې په ټپه ودرېدې

Image caption دغسې خلک باید تل کابو وساتل شي، چې ورسره به هغه عمل، چې له کبله یې سیمه کې سوله راتلای شي، روان وساتله شي عاصم باجوه

د پاکستاني پوځ ویاند وايي، د افغان سولې خبرې له کابله د معلوماتو ' افشا ' کېدو له کبله په ټپه ودرېدې.

جنرال عاصم باجوه په واشنګټن کې یوه پاکستاني ټلویزیون ته دغه څرګندونې کړې.

دا لومړی ځل دی، چې په چین او پاکستان کې د افغانستان د سولې خبرو له پای ته رسېدو ورسته د پاکستان پوځ د دغو خبرو د نابریالیتوب پړه پر افغان حکومت اچوي.

د معلوماتو له افشا کېدو نه د هغه هدف د ملا عمر د مړینې خبر افشا کېدل دي، چې له کبله یې د سولې خبرو هغه پروسه په ټپه ودرېده.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په ورته څرګندونو کې د افغانستان پر حکومت نیوکه کړې وه.

خو له بي بي سي ځانکړې مرکې کې، چې تېر سپتامبر میاشت کې شوې وه، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و، چې دوی دغه چاره اړینه بلله، ځکه په وینا یې د افغانستان حکومت د داسې چا له استازو سره خبرې نه شوای کولای، چې ژوندی نه و.

د ولسمشر غني په خبره د مړیو له استازو سره خبرې کول بې مفهومه چاره ده.

جنرال باجوه وايي تل تر ټولو لویه ستونزه له کابله د معلوماتو برالا کېدل دي. هغه وايي:

' دا ډېره د خواشینۍ خبره ده، چې دومره لوی بهیر پیل شو، یو پړاو یې بشپړ شو، د دویم پړاو له پیله یو دوې ورځې مخکې دغه معلومات افشا شول، چې له کبله یې د دغه بهیر ورانکونکي موجود دي.'

جنرال باجوه وايي:

' دغسې خلک باید تل کابو وساتل شي، چې ورسره به هغه عمل، چې له کبله یې سیمه کې سوله راتلای شي، روان وساتله شي.'

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف تېره شپه په پنځه ورځنۍ رسمي سفر امریکا ته ورسېد. نوموړی به هلته له لوړ پوړو پوځي او ملکي امریکايي چارواکو سره وویني.