جي ۲۰ غونډه: سوريې کې د روسیې عملیات 'د کډوالو شمېر ډېروي '

د انځور حقوق EPA
Image caption ولسمشر ولادمیر پوتین د ولسمشر بشارالاسد له مهمو متحدینو یو دی

د اروپايي شورا مشر دونالد ټسک وايي، په سوريې کې د روسیې پوځي عملیات اروپا ته د ورتلونکو کډوالو شمېر زیاتوي. ترکیې کې د جي ۲۰ غونډې پر مهال وینا کې نوموړي ویلي، روسیه باید د منځلاري سوري اپوزېسیون پر ځای اسلامي دولت نومي ډلې ځپلو ته پام ډېر کړي.

روسیه په سوریې کې هوايي بریدونه کوي، چې وايي هدف یې اسلامي دولت نومي ډله ده.

خو لوېدیځ کې تر ډېره حده داسې باور کېږي، چې روسیه غواړي خپل اتحادي بشارالاسد په واک کې وساتي.

اسلامی دولت نومي ډله وايي د پاریس هغه بریدونه دوی کړي، چې پایله کې یې ۱۲۹ کسان ووژل شول او ښاغلي ټسک وايي په سوريې کې د دغې ډلې خلاف د روسیې او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ همکاري ډېره ' اړینه ' ده.

هغه وايي:

' موږ نه یوازې نورې همکارۍ ته اړ یو، بلکې په سوریې کې د عمل په ډګر کې د روسیې له لوري د لا ښه نیت په تمه یو. دوی باید د سوریې منځلاري اپوزېسیون پر ځای اسلامي دولت نومي ډلې ځپلو ته پام ډېر کړي. '

هغه خبرداری ورکړ:

د انځور حقوق AP
Image caption ټلویزیوني تصویرونو کې لیدل کېږي، چې دواړو مشرانو د جي ۲۰ غونډې په څنډو کې له یوه بل سره خبرې کولې

' د روسیې بریدونه به یوازې د کډوالو جوپې ډېرې کړې، چې موږ داسې نښې نښانې وینو، چې اصلاً دغه چاره پیل شوې ده.'

اسلامي دولت ډله د سوریې او عراق پر پراخو سیمو کنترول لري، چې اروپا ته ورتلونکي ډېری کډوال د همدغو دوو هېوادونو اړوند دي.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما په پاریس کې وژنې ' پر متمدنه نړۍ ' برید بللی او د سوریې جګړې پای ته رسولو لپاره یې د هڅو ' دوه برابره ' کولو ژمنه کړې.

نوموړي د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین سره هم لاس ورکړی، چې د دغه کړکېچ د حل په لړ کې یې ترې لار بېله ده. امریکا او متحدین یې وايي د کړکېچ د هواري لپاره باید بشارالاسد واک پرېږدي.

په ټلویزیوني تصویرونو کې لیدل کېږي، چې دواړه مشران د جي ۲۰ غونډې په څنډو کې له یوه بل سره خبرې کوي.