د اسټرالیا وزیر د منځني ختیځ کډوالو پر مخ د پولو تړلو غوښتنه رد کړه

د انځور حقوق
Image caption د استرالیا کډوالو چارو وزیر پېټرډټن وايي، اسټرالیا به له هغې پرېکړې په شا نه شي، چې د سوریې او عراق ۱۲۰۰۰ کډوال مني

پاریس کې له بریدونو وروسته د استرالیا کډوالو چارو وزیر د یوه وکیل هغه وړاندیز رد کړی، چې وايي اسټرالیا باید د منځني ختیځ د کډوالو پر مخ خپلې پولې وتړي. محافظه کار وکیل اندریو فرازیر دغه غوښتنه په یوه فېسبوک پیغام کې کړې. هغه لیکلي:

' مالکم ټرنبول ته پیغام: اسټرالیا د منځني ختیځ کډوالو او یا د کښتیو له لارې ورتلونکو مسلمانو ته اړتیا نه لري. '

خو د استرالیا کډوالو چارو وزیر پېټرډټن وايي، اسټرالیا به له هغې پرېکړې په شا نه شي، چې د سوریې او عراق ۱۲۰۰۰ کډوال مني.

د اسټرالیا سېون شبکې سره خبرو کې نوموړي ویلي، استرالیا کې د اروپا هغو هېوادونو پرتله چې ځمکنۍ پولې لرې، حالت ډېر مختلف دی.

د نوموړي په خبره دا چې چارواکي نور امنیتي تدبیرونه کوي، ښايي د کډوالو منلو مهال ویش کې توپیر راشي.

د پاریس بریدونو ځای کې یوه مړي سره د سوریې پاسپورټ موندل شوی و او دغه پاسپورټ یونان ته د کډوال په توګه د هغه ننوتو لپاره کارول شوی و.

خو تر اوسه معلومه نه ده، چې چارواکي د پاسپورټ لرونکی کس برید کې ښکېل بولي او که نه.

ښاغلی فرازیر په نیو ساوت ویلز کې له حکومت سره یو محافظه کار وکیل دی، چې پر ملي پالیسۍ مخامخ اغیز نه لري.