ځینې کسان ولې خوب کې د ناڅاپي لوېدو احساس کوي؟

آیا کوم وخت مو په خوبوړي حالت کې د ناڅاپي لوېدو یا ټوپ اچولو احساس کړی؟ "بي بي سي فیوچر" وېبپاڼې هڅه کړې، دې پوښتنې ته علمي ځواب ووايي.

شاید یوه ورځ تاسو د خوب په لومړي سر کې د ناڅاپي لوېدو یا ټوپ اچولو احساس کړی وي. دا د ډېرو خلکو عادت دی، خو که چېرې تاسو خوب وینئ او له دې حالت سره مخامخېږئ، داسې چې لوېږئ او یا په ناڅاپي توګه خوځېږي.

که چېرې د خوب په پیل کې تاسو خوب وینئ، او په هوا کې لوېږي، دې ته د "خوب لیدو د پیل" پړاو ویل کېږي. چې دا د ذهن لرونکو کسانو د قوي ذهن نښه ده، لکه څرنګه چې ټام سټافورډ "بي بي سي فیوچر" وېبپاڼې ته پخپله یوه مقاله کې لیکي.

دغه پدیده په "خوب آور ټکان" یا (د خوب پیل کې د لړزې) په نامه یادېږي، هغه مهال رامنځ ته کېږي، کله چې موږ د خوب لپاره سترګې پټې کړو او دماغ مو ځینې څیزونه راتاوېږي.

ددې پدیدې لامل څه دی؟

په خوب کې، زموږ بدن ساکن یا بې حرکته پاتېږي، او پر هغو پېښو نه خبرېږو، چې زموږ شاوخوا نړۍ کې رامنځ ته کېږي. خو زموږ پر غړو کنټرول لرل په بشپړ ډول نه درېږي، دومره نه مړ کېږي لکه د یوې تڼۍ په کېکاږلو چې یو برېښنايي ګروپ مړ یا ګل شي.

په دماغ کې یوه برخه د "شبکې فعالولو سیستم" په نامه یادېږي، چې د ساه اخیستو به څېر زموږ د اساسي دندو د کنټرولولو دنده مخته وړي، دا سیمه موږ ته وايي چې آیا موږ ویده یو او که نه.

په مقابل کې، د "باطني وحشي زړي" په نوم یوه برخه ده، چې بصري عصب ته نژدې پرته ده، دنده یې دا ده چې خوب ته زموږ اړتیا معلوموي او یا دا چې ستړي شو راته وايي.

کله چې په خوب کې ډوب شو، د شبکې فعالولو سیستم مو پر بدن کنټرول کموي، او د دویمې برخې "زړی" یې کنټرولوي. دا عملیه له یوه حالت نه بل حالت ته د اوښتو یو سست حالت ګڼل کېږي، خو تل داسې ورو عملیه نه وي.

زموږ په جسم کې د ویښ پاتې کېدو لپاره ځینې ګډوډه لړزېدا شته، چې کوم څرګند لامل یې نه شته.

د سترګې د چټک خوځښت برعکس، دغه پدیده زموږ له خوب لیدونکي دماغ سره کوم څرګند تړاو نه لري، خو د ورځې په اوږدو کې زموږ د سترګو وروستی لید یا ځیر تمثیلوي.

آیا دا پدیده خطر هم لري؟

د "چاودېدونکي سر اړونده"په نامه یوه بله پدیده هم شته، چې دغو کړو وړو ته ورته کار کوي. داسې چې د دماغ ویښې برخې پکې له ویدو هغو سره په شخړه کې وي، او هڅه یې دا وي چې هره خوا د بدن د مقابل لوري کنټرول هم خپل کړي.

له دغه احساس نه داسې پایله رامنځ ته کېږي چې انسان د خوب پیل کې څرکنده [ژر تېرېدونکې] رڼاګانې او ځینې وخت د چاودنو غږونه احساسوي.

په ځینو سختو حالاتو کې، دغه پدیده د ژورې بې خوبۍ لامل هم ګرځي، چې "د فضايي مخلوقاتو له خوا یرغملونه" ورته وايي.

کله چې "بي بي سي فیوچر" په وروستیو کې ددغې پدیدې په اړه لیکنه خپروله، ددغې پدیدې لرونکو ګڼو کسانو او لوستونکو پر فېسبوک خپلې تجربې شریکې کړې.

خو په ټوله کې، دا احساس دومره خطرناک نه دی چې په اړه یې موږ اندېښمن شو، دا په خوب کې له ډوبېدو سره ورته پدیده ده.