د سولې بهیر څرنګه کار کوي؟

(Conciliation Resources) په لندن کې مېشت یو مشورتي سازمان دی، چې له تېرو څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې په نړۍ کې د سولې راتلو بهیر او ملاتړ کې کار کوي.
Image caption (Conciliation Resources) په لندن کې مېشت یو مشورتي سازمان دی، چې له تېرو څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې په نړۍ کې د سولې راتلو بهیر او ملاتړ کې کار کوي.

په روان کال کې داسې هیلې راوټوکېدې، چې شاید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، خو دا هیله ډېره ژر له منځه ولاړه. اوس طالبان نوې مشرتابه لري چې پر دوو جلا ډلو وېشل شوې ده. ښکاري چې په هېواد کې ناامنۍ په ډېرېدو دي چې پر راتلونکې د افغانانو نهیلي ورسره ډېره شوې ده.

دې ټولو ته په پام سره، بي بي سي له داسې کسانو سره مرکې کړې دي، چې د سولې په راوستلو کې تجربه او تخصص لري او د نړۍ لویو کړکېچونو په تړاو په خبرو کې ښکېل پاتې شوي دي.

د سولې بهیر څرنګه پیلېږي؟ د سولې د خبرو لپاره باید او نه باید کوم دي؟ د سولې هوکړه څرنګه جوړېږي؟ د دوام لپاره یې څه کول پکار دي؟

دا ټول د هغو پوښتنو برخې دي، چې بي بي سي د سولې او پخلاینې د مشورتي سازمان (Conciliation Resources) له دوو کارپوهانو پوښتلې دي. دغه سازمان په لندن کې دی او له تېرو څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې په نړۍ کې د سولې راتلو بهیر او ملاتړ کې کار کوي.

دغه سازمان د افریقا په ختیځ او لوېدیځ، کولمبیا، فیلیپین، جنوبي قفقاز، فیچي او کشمیر کې پروګرامونه لري.

مرکه مو د سولې له شنونکې ذبیحې یوسف په دې پوښتنه پیل کړه، چې د عطف داسې ټکی شته چې د سولې د خبرو پیلولو لپاره وخت وټاکلی شي؟

"ډېری خلک د خبرو لپاره د یوې مناسبې شېبې په اړه غږېږي. او دا هغه وخت دی چې دواړه غاړې دې پایلې ته رسېدلې وي چې د پوځي تکتیکونو په سختولو سره بریا ته نه شي رسېدلی.

خو بل داسې وخت هم شته چې دواړې غاړې پکې داسې انګیري چې د وتلو بله لار نه شته: د خبرو امکان او دا چې وکړای شي خبرې یو څه لاسته راوړي".

د (Conciliation Resources) سازمان د پروګرامونو مشر جاناتان کوهم وايي: "دا چې خلک دا احساس کوي د خبرو د مېز تر شا کښېناستل څه نه شي ترلاسه کولی، تاسو نه غواړئ چې جبراً ماتې خوړلي د خبرو مېز ته ورشئ. ځکه چې له کمزوري دریځه خبرې کول یې جذاب کېدل لا پسې سختوي، او تاسو خلاقیت ته اړتیا لرئ... هوکړې ته د رسېدو لپاره، باید ټول ګوندونه سوله وکړي. پوښتنه دا ده چې: آیا له هغه څه تېرېدو ته لازم چمتووالی لري چې له کبله یې جنګېږي؟"

د سولې رسمي خبرې پخپله نه رامنځ ته کېږي، بلکې د پردې تر شا د کلونو هڅو پایله وي چې دواړه غاړې سره مخامخوي. ډېری کله بهیر په نا رسمي او یا نا علني ډول پیلېږي او بیا په رسمي ناستو بدلېږي. ګڼ کسان کولی شي ددغه بهیر د پیلولو توان ولري، له لوړپوړو دیپلوماتانو او پوهنتوني شخصیتونو نیولې تر مسلکي منځګړو او هغو فعالانو ورې چې له سیمه ییزو ټولنو سره کار کوي. په لومړیو پړاوونو کې دغه ډلې له وسله والو ډلو سره د اړیکو نیولو لپاره لوی خطرونو پر غاړه اخلي.

د انځور حقوق f
Image caption ذبیحه یوسف، د (Conciliation Resources) سازمان یوه شنونکې ده.

جاناتان کوهن وايي: "په جنګي حالت کې یو څه شته چې شاید هغه د دواړو خواوو د لیرې والي سبب وګرځي. امکان لري په یوه خوا کې داسې دولت ولرئ چې ډېر پیاوړی وي، او په بله خوا کې داسې یوه نادولتي مسلحه ډله وي چې په جنګېدو کې ډېره تجربه لري، خو په خبرو کې چندانې تجربه نه لري. تاسو له هرې ډلې سره جلا کار وکړئ او له هغوی سره مرسته وکړئ چې پر خپلو غوښتنو لا ډېر ډاډ ترلاسه کړي".

کوهن وايي، د چمتووالي په دې پړاو کې مهم ټکی دا دی چې له ګډونکوونکو سره مرسته وکړئ ترڅو مقابل لوری لا ښه درک کړي.

دی وايي: "په جنګي شرایطو کې امکان شته چې خلک فکر وکړي چې د مقابل لوري غوښتنو ته متوجه دي، خو ډېری وخت د مقابل لوري له غوښتنو ناسم انځور لري. ددې لپاره چې وکړای شئ په شرطونو د خبرو میز ته حاضر شئ او د مقابل لوري غوښتنې او تحلیل مو په بشپړه توګه کړی وي، تاسو په ډېر قوي دریځ کې واقع کوي. تاسسې ته فرصت درکوي چې پوی شئ بحثونه څه ډول دي. کوم ډول استدلال به کوي، او آیا د معنا لرونکو خبرو لپاره لازم چمتووالی لرئ؟ آیا خپل دریځ مو په کافي اندازه تجزیه او تحلیل کړی دی؟ ستاسې وروستۍ خبره څه ده؟ د کومو څیزونو پر سر مصالحې ته حاضر یاست او د کومو څیزونو پرسر سولې ته حاضر نه یاست؟ څرنګه کولی شئ د هغو څیزونو ترمنځ سم انډول رامنځ ته کړئ چې ترې تېرېږئ او له کومو څیزونو چې نه تېرېږئ؟"

د هغو کسانو ترمنځ د باور د فضا جوړول چې له څو لسیزو راهیسې له مقابل لوري سره جنګېدلي، کولی شي ډېر څه رامنځ ته کړي.

کوهن وايي: "په جګړو کې مو چې یو شی لیدلی، هغه دا دی چې د باور جوړونې د هڅو لپاره دواړه غاړې له مقابل لوري غوښتنې لري. له مقابل لوري داسې څه غواړي چې دوی یې غوښتنه کوي. خو په حقیقت کې باور ستاسې له د ډاډ وړ کړو وړو څخه رامنځ ته کېږي، داسې کړه وړه چې د مقابل لوري د باور ارزښټ ولري. له دې کبله د ډېرو په باور، هغه کوچني ګامونه چې له ملموسو بدلونونو په ډاګه کېږي، د کړو وړو د بدلون نه ګڼل کېږي. "

په دې بحث کې د باور جوړونې لپاره کوچني ګامونه نومول کېږي، چې کولی شي په هرشي کې شامل وي، له کم امتیاز ورکولو نیولې تر د اوربند د اعلان تر لوی څیز پورې.

د انځور حقوق g
Image caption جاناتان کوهن، د (Conciliation Resources) سازمان د پروګرامونو مشر دی.

کوهن زیاتوي: "د باور جوړونې غوره ډولونه هغه دي چې په تدریجي ډول د مقابل لوري د اندېښنو درک کولو ته میلان موجود وي. په دې لږ لږ کار سره تاسو کولی شئ د حل مشترکه لاره پیدا کړئ، ددې لپاره چې انتظار وکړئ ترڅو د یوه لوري په ګټه حل لاره ومومئ، باید د دواړو غاړو لپاره ګټمنه لاره غوره کړئ".

ذبیحه یوسف وايي، کله چې ډلو څو لسیزې له تاوتریخوالي ګټه اخیستې ده، په دې پلمه د هغوی کښېنول چې ګني جوړجاړی د هغوی په ګټه دی، څه اسانه کار نه دی. د متضادو غوښتنو لارښوونه او رهبري کول د یوه ښه منځګړي کار دی:

"کله چې خبرې په جریان کې وي ډېر کله تاسو ګورئ چې دواړه غاړې خپل دریځ تکراروي تر څو ثابته کړي چې ماتې نه مني. دا کار د خپل باور د ساتلو لپاره کوي. له دې کبله فکر کوم ددې لپاره د ډاډ ورکول چې سوله کولی شی رامنځته شي، پرته له دې چې د یوې خوا بریا او د بلې ماتې ولیدله شي، مهمه ده".

د سولې د خبرو لپاره ځای ټاکل څومره اهمیت لري؟ سمه ده چې امنیت یوه اساسي مساله ده، خو دداسې چاپېریال چمتو کول هم مهم دي چې له کوم بهرني فشار پرته وګړي پکې خبرې وکړای شي. ځینې وخت، د جاناتان کوهن په وینا "ستړي کوونکي" وي لکه هوټل یبا دفتري بلاکونه، ځکه چې دا ځایونه د هېڅ ډلې لپاره سیاسي یا کلتوري معنا نه لري. په ډېرو جګړو کې، له خبرو وړاندې له سیمې د افرادو وتل دوی ته یوڅه فضا ورکوي.

"اصلي لوبغاړي کولی شي د خپلو ملاتړو له مستقیم فشار لیرې ځان ته هوساینه ومومي. په یوه کاملاً سیاسي خای کې له یو بل سره خبرې کولی شي او یو بل سره پېژندلی شي. په شمالي آیرلنډ کې، هغه کسان چې جنوبي افریقا ته یې بېولي وو چې د سولې له بل بهیر سره آشنا شي، ددې کار پایله دا شوه چې د اړیکو په ټینګولو یې پیل وکړ. ویل کېږي په جنوبي افریقا کې د دولت او ملي کانګرس له خوا د خبرو اصلي منځګړي یوځای کب نیولو ته ولاړل. په دې توګه، خلک له نورو سره اړیکي نیسي چې دوی ته توان ورکړي په رسمي بهیر کې کښېني او لا ډېر اغېز ولري".

خو ذبیحه یوسف وایي، کله چې د جګړو له سیمو په لیرې سیمه کې خبرې پیل شي، داسې خطر شته چې د جګړې په سیمه کې خلک داسې وانګیري چې ګني له بهیره لیرې پرېښودل شوي دي:

"په هاوانا کې د کولمبیا د سولې خبرې وشوې، د مشورو د بنسټ جوړول چې د کولمبیا مدني ټولنې پکې وکړای شي هاوانا ته ولاړې شي، او له بېلابېلو استازو سره خبرې وکړي. دا کار ددې لامل شو د سولې په تړاو مسالو کې د ټولنې لیدلوری ګوښه وساتي".

مدني ټولنې او سیمه ییزې ټولنې د سولې بهیر کې مهم رول لري. خو تولې نه شي کولی د میز تر شا کښېني، نو د بحث او خبرو لپاره د عادي خلکو لیدلوری منعکس کول هم مهم دی.

Image caption په شمالي آیرلنډ کې یوې خوا غوښتل په انګلستان کې پاتې شي او بې غوښتل جلا شي.

جاناتان کوهن وايي: "که چېرې مهم غږونه څنګ ته کړا یشي او یا په پام کې ونه نیول شي، یا په ټولنه کې ډلې داسې احساس وکړي چې ونډه نه لري، احتمالاً هوکړې ته په ژمنتیا او هڅو کې لږ لېوالتیا لري. په سیمه ییزه کچه د ناستو جوړولو لپاره د بېلابېلو لارو موندل او بیا سیاسي بهیرونو ه د هغوی لېږدول نه شته. زه فکر کوم دغه لار چې سیمه ییز دولتونه او مدني ټولنې (هغه که نا دولتي سیمه ییز سازمانونه وي یا نړیوال سازمانونه) کولی شي د خلکو په پوهولو کې مهم رول ولوبوي چې اندېښنې یې روښانه او خپل نظر وړاندې کړي".

د سولې د خبرو یو اړخ ـ چې خلک اکثراً نه پوهېږي ـ دا دی چې دواړه غاړې باید تل په یوه خونه کې کښې نه ني. کوهن وايي ډېر وختونه دواړې غاړې په بېلابېلو خونو کې کښېني او منځګړي یې په منځ کې تګ راتګ کوي او دا کار ددې لپاره مرسته کوي چې وکړای شي مستقیماً له نورو سره خبرې وکړي:

"فیلیپین کې د مینداناو پر سر خبرو کې، د مالیزیا دولت مو درلود چې د خبرو د اسانه کولو لپاره یې کار وکړ او څلور دولتونه، جاپان، سعودي عربستان، ترکیه او بریتانیا او او نا دولتي سازمانونو ههم د مالیزیا له دولت سره مرسته کوله. همداشان "انټرنېشنل کانټکټ ګروپ" مو درلود چې په جلا ډول یې له دواړو غاړو سره پر مسائلو خبرې لرلې، بیا منځګړي راستنېدل او مسائل به یې مطرح کول، او پیغام به یې بلې غاړې ته لېږداوه. دا ډول بحثونه ډېر کله تکرار شول او د دواړو غاړو د هوکړې لپاره ډېر تګ راتګ وشو چې وکړای شي خبرې واوري او په مشخصو جزیاتو کې هوکړې ته ورسېږي".

ځینې وخت د سولې خبرې پر کوچنیو کاري ډلو وېشل کېږي، چې ځینې ګډونوال پکې هڅه کوي پر مهمو مسائلو تمرکز وکړي ترڅو وکړای شي وروستۍ هوکړې ته په رسېدو کې مرسته ورسره وکړي. خو له مسائلو سره د خبرې کوونکو غبرګون چې جوړجاړی نه منونکی ګڼل کېږي، څه ډول وي؟ د بېلګې په توګه، په شمالي آیرلنډ کې یوې خوا غوښتل په انګلستان کې پاتې شي او بې غوښتل جلا شي.

له هوکړې لاسلیکولو وروسته، د پیل لپاره تر ټولو پېچلی پړاو پیلېږي.

جاناتان کوهن وايي: "له اوږدې جګړې وروسته د ټولنې جوړول ډېر وخت ته اړتیا لري. د یوې هوکړې لاسلیکول ډېر نړیوال پام ځانته وراړوي. اجرا کول یې کولی شي ستړي کوونکي وي. باید ډاډ ترلاسه شي چې سیستم کار کوي".

خلک باید ډاډ ترلاسه کړي چې د سولې لپاره د دولت کار په سمه توګه مخته ځي، او د ملاتړ ارزښت لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption ''ویل کېږي په جنوبي افریقا کې د دولت او ملي کانګرس له خوا د خبرو اصلي منځګړي یوځای کب نیولو ته ولاړل. په دې توګه، خلک له نورو سره اړیکي نیسي چې دوی ته توان ورکړي په رسمي بهیر کې کښېني او لا ډېر اغېز ولري''

جاناتان کوهن وايي: "اوږدمهالې سولې ته د رسېدو په برخه کې نهیلي نه ښودل مهم دي. تل شاید شا ته ګام واخیستل شي. هغه څه چې تاسو ته ریښتیني دي، کار به ورنه کړي. منځګړي او سیاسي مشران باید استقامت ولري او دا مني چې هرڅه به سمېږي، خو په صبر او زغم سره، آن که ټول څیزونه هم ګډوډ شي، کولی شي بېرته ورغول شي. پر دې پوهېدل چې آیا تېوتنې څه وې او لاملونه یې څه وو، او دا چې څرنګه تېروتنې له منځه یووړلې شي، ډېر مهم دی او کولی شي د سولې بهیر ته لا ډېر توان ورکړي".