"اسلامي دولت" ته له کومو سرچینو پیسې ورځي؟

د اسلامي دولت ډلې مشر او خلیفه ابو بکر البغدادي. د انځور حقوق
Image caption د ''اسلامي دولت'' ډلې مشر او خلیفه ابو بکر البغدادي.

"اسلامي دولت" ډلې د پاریس د هغو خونړیو بریدونو پړه ومنله، چې لږترلږه ۱۲۹ کسان پکې ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول. خو ددغې ډلې او عملیاتو تمویل یې له کومه ځایه کېږي؟

باور دی چې "اسلامي دولت" ډله په نړۍ کې تر ټولو ډېره شتمنه وسله واله ډله ده.

داسې انګیرنې دي، چې دغه ډله په عراق او سوریه کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې خپل "خلافت" چلوي، دغه خلافت د بریتانیا د قلمرو برابر مساحت لري.

خو دغې ډلې ته له کوم ځایه پسې ورځي؟ او دا ډله د چا له خوا تمویلېږي؟

۱ـ خیراتونه:

په منځني ختیځ، په تېره بیا سعودي عربستان او قطر کې شتمنو خیرات ورکوونکو ددغې ډلې د لومړنیو تمویلي سرچینو عهده پرغاړه لرله.

ګڼ سنيان ملاتړي هم د سوري ولسمشر بشارالاسد – چې شیعه علوي دی - د پرځونې په موخه له دې ډلې سره مرسته کوي.

که څه هم دغه پیسې لاهم سوریې او عراق ته د بهرنیو جنګیالیو د ورماتلو پر چارو لګول کېږي، دغه ډله اوس تر ډېره اوس پر خپلو مالي سرچینو تکیه کوي.

۲- تېل:

د امریکا د مالیې وزارت د ۲۰۱۴ کال د راپور له مخې، "اسلامي دولت" ډلې په اونۍ کې د تېلو له برکته څو میلیونه یا ټول ټال ۱۰۰ میلیون ډالر ګټه درلوده، دوی خام تېل رانیول، او سیمه ییزو سوداګرو ته یې ورکول، یا یې ترکیې او ایران ته قاچاق کول او پر سوري حکومت یې خرڅول.

خو ددغو فعالیتونو پر زېربناوو بمباریو دغه عاید راټیټ کړی دی.

۳ – د تښتونې پېښې:

"اسلامي دولت" ډلې په ۲۰۱۴ کال نژدې ۲۰ میلیون ډالر د یرغمل پېښو له لارې ترلاسه کړي دي.

د انځور حقوق
Image caption دغې ډلې ځینې خبریالان او د خیر ښېګڼې کارکوونکي نیولي او اعدام کړي دي

له دغې ډلې یوه جلا شوي ویلي، په ډله کې د تښتونو د پېښو یوه تنفیذوونکې ځانګړې څانګه ده چې دوی یې "استخبارات" بولي. د سوریې پولې ته په رسېدو سره بهرني خبریالان په نښه کوي.

د تښتونې پېښې د دغې ډلې د تبلیغاتو یوه مهمه وسیله ګڼل کېږي.

۴- غلا، لوټل او جنسي تېري:

د امریکا د مالیې وزارت وايي، هره میاشت دغه ډله میلیونونه ډالر د هغو کسانو د جنسي تېري له لارې پیدا کوي، چې دوی یې پر سیمو واکمني کوي.

له هغو کسانو هم پیسې اخیستل کېږي چې ددغې ډلې په قلمرو کې ګرځي او یا کار پکې کوي، یا یې تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د خدمت او ساتنې په مقابل کې ژوند کوي.

"اسلامي دولت" د قیمتي توکو د خرڅلاو او د څارویو د غلاوو له لارې پیسې ترلاسه کوي.

۵ – د جزیې پیسې:

"اسلامي دولت" لږکي مذهبي ډلې د جزیې په ورکولو مجبوروي.

تېر کال دغې ډلې د موصل ښار په جوماتونو کې خپله یوه ویناپاڼه هم ولوسته.

په ویناپاڼه کې له مسحیانو غوښتل شوي وو چې مسلمانان شي که نه باید جزیه ورکړي او یا ووژل شي.

۶- د غلامانو خرڅلاو

"اسلامي دولت" د نجونو او ښځو له خرڅلاو هم پیسې ترلاسه کوي او د جنسي اړتیا پوره کولو په موخه یې پېري.

د انځور حقوق
Image caption حنان د ''اسلامي دولت'' له مینځو څخه وه

کله چې دغې ډلې د عراق شمالي سنجار ښار ونیو، ایزیدي لږکیو وویل، زرګونه ښځې او نجونې یې مینځې وګرځول شوې او دغې ډلې د جنسي غریزو پوره کولو په موخه وپېرلې.

د حنان په نامه یوې ایزیدۍ ښځې وویل، له "اسلامي دولت" ډلې وتښتېده. هغې بي بي سي ته ویلي وو، له ۲۰۰ نورو نجونو او ښځو سره بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړل شوې، چې جنګیالي یې څه کول غواړي هغه ورباندې کوي.