له نیوکو سره د ګوګل پلس نوې بڼه وړاندې شوه

د انځور حقوق
Image caption ګوګل پلس د اعلاناتو له کوم پراخ کمپاین پرته ۲۰۱۱ کال کې وړاندې شو

له یوې مودې راهیسې ټولیزو رسنیو کې د ټوکو ټکالو ښکار ګوګل پلس لا هم نه غواړي میدان پرېږدي او اوس ګوګل یوه نوې بڼه ورکړې.

اوس به د ګوګل پلس د نوي ویبسایټ د ډېر پام وړ کلیکشنز او کمونیټیز وي، چې وايي دې سره به د ټولیزې رسنۍ پر ځای تر ډېره حده د خوښې وړ فعالیتونو لپاره وکارول شي.

په یوه بلاګ پیغام کې ګوګل کاږي'' موږ په بشپړه توګه په نوې بڼه ګوګل پلس در پېژنو، چې پکې ډېر پام کلیکشنز او کمونیټز ته شوی دی. پر ساعت تېري او مشغولا تکیه کونکی نوی ګول پلس د مخکي پر تله خورا اسان دی.''

بلاګ پیغام کې دغه راز ویل شوي، چې '' موږ اوس دا د انټرنېټ، انډروايډ او ای او ایس له پلوه له نوي سره تشکیل کړی، چې له کبله یې ګرځنده ټیلیفونونو کې د دې کارول نور اسان شوي دي. اوس که تاسې لوی سکرین کاروئ او که کوچنی په زړه پورې تجربې سره به مخامخ شئ.''

اداره وايي د ګوګل کارونکو د تګلارې څېړنه یې کړې او ورته معلومه شوې، چې هغوی کوم ډول اسانتیاوې کاروي او بیا بیا بېرته ولې ګوګل پلس ته ستنیږي.

ګوګل پلس د اعلاناتو له کوم پراخ کمپاین پرته ۲۰۱۱ کال کې وړاندې شو.

لومړي سر کې باور داسې و، چې دغه خدمتونه به په رښتیني ژوند کې د ملګرو، خپلوانو، همکارانو او کورنیو تر منځ د ټولیزې اړیکې لپاره کارول کېږي.

نوی فکر

فکر ښه و، خو خلکو ډېره توجه ورنه کړه.

تر هغه مهاله د فېسبوک کارونکو شمېر وار له مخه پنځه میلیونه ته رسېدلی و او داسې نه معلومیده، چې دغه شمېر کې به لږوالی راشي.

دا ورستیو کې داسې احساس کېده، چې کرار کرار ګوګل پلس له منځه ځي.

هغسې چې د ګاډي له زړوالي وروسته د هغه ځینې برخې بېلې کارول کېږي، د ګوګل پلس ځینې برخې هم بېلې وړاندې شوې. د بېلګې په توګه د ګوګل پلس ' بینګ او ټ ' ویډیويي چاټ برخه له یوې ځانګړې پېژندګلوۍ سره وړاندې شوه.

دې سره د مینه والو خوښې ته په کتو سره له یو ټیوب سره د ګوګل پلس ضم کولو لړۍ پای ته ورسېده.

ګوګل پلس د بقا جګړه لا هم روانه ده، که څه هم هدفونه د پخوا پرتله لوړ نه دي، خو د پخوا پرتله ډېر څرګند دي. څوک یې په اړه اندېښمن دي او که نه، خو د ګوګل پلس نوې بڼه وړاندې شوه او تر هغې چې نوې بڼه په بشپړه توګه وړاندې کېږي کارونکي به د لنډې مودې لپاره د ګوګل پلس پخوانۍ بڼه وکارولای شي.