پاریس: ویډیويي انځورونو کې ' نهم بریدګر هم لیدل شوی '

د انځور حقوق BELGIAN INTERIOR MINISTRY
Image caption بلجیم پولیسو د مشکوک بریدګر نو انځورونه هم خپاره کړي دي

فرانسه کې چارواکي وايي د پاریس بریدونو ويډیويي کلیپونو کې یې د دغو بریدونو نهم بریدګر لیدلی دی.

د جمعې په شپه د فرانسې پلازمېنې پاریس کې شپږو بېلو بریدونو کې ۱۲۹ کسان ووژل شول.

امنیتي چارواکي وايي هغه ګاډي، چې بریدګرو کارواه دریم ناست کس پکې لیدل کېږي.

خو تر اوسه دا معلومه نه ده، چې نهم بریدګر هغو دوو کسانو نه دی، چې بلجیم کې نیول شوي او که تښتېدلی دی.

پولیسو هغو ځایونو کې پلټنې کړې، چې باور کېږي بریدګرو کارولې دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption فرانسوي پولیسو هغه ګاډی موندلی، چې ویل کېږي بریدګرو په کرایه تر لاسه کړی و

دغو بریدونو کې له اتو ښکېلو بریدګرو نه د یوه صالح عبدالسلام موندلو لپاره هم پراخ عملیات کېږي او پولیسو هغه ګاډی تالاشي کړی، چې نوموړي به کرایه تر لاسه کړی و.

دغه رینو کلیو ډوله تور رنګه ګاډی بلجیم کې رجستر شوی او پولیسو د پاریس شمال کې مونتمارترې نومي سیمې کې ولاړ موندلی و.

پلټونکي فکر کوي، چې بریدګر له بلجیم نه همدغه ګاډي کې راوړل شوي وو، چېرې چې دوی د بریدونو پلان جوړ کړی و.

دغو بریدونو تېره اونۍ فرانسه ولړزوله او سخت دریځې اسلامي دولت نومي وسله والې ډلې د دغه برید پړه منلې وه.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر وايي تېرو څلروېشتو ساعتونو کې د سخت دریځو وسله والو موندلو لپاره پولیسو ۱۲۸ چاپې وهلې او ۲۸ کسان یې له یو شمېر وسلو سره نیولي دي.

د فرانسې رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د دغه لټون بهیر کې پولیس د پاریس څنډو کې هغه کور ته رسېدلي، چې د مشکوک سخت دریځي عبدالسلام ورور ابراهیم په کرایه نیولی و. ابراهیم د یادو بریدونو پر مهال وژل شوی و.

فرانسوي رسنۍ د یوه هوټل له خونې تر لاسه شوې پیچکارۍ او ټیوبونه هم ښيي، چې کېدای شي د بمونو جوړولو کې ورنه کار اخیستل شوی وی.

بل لور ته د فرانسې کورنیو چارو وزیر برنارد کازینوف وايي له بریدونو وروسته د امنیتي ځواکونو نژدې ۱۱۵ زره کارکونکي خوځښت کې دي.

د نوموړي په وینا د فرانسویانو خوندیتوب لپاره د امنیتي ځواکونو لوی خوځښت دوام لري. نوموړي پولیسو ته د نورو تجهیزاتو ورکولو لپاره د پانګې ورکولو ژمنه تکرار کړه.