پاریس عملیات: نیول شویو کې عبدالحمید اباعود شامل نه دی

د انځور حقوق Getty
Image caption د پاریس څنډو کې تر اوو ساعتونو پورې امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات کړي

فرانسوي امنیتي چارواکو د پلازمېنې پاریس څنډو سان ډني نومي سیمه کې چاڼیزعملیات کړي، چې اووه ساعته وخت یې ونیو.

له عملیاتو وروسته د پاریس څارنوال فرانسوا مولنز یوې خبرې غونډې ته وویل د عملیاتو هدف په ښار کې د نورو عملیاتو مخنیوی کول دي.

د نوموړي په وینا د عملیاتو ترڅ کې اته کسان نیول شوي، چې په وینا یې د پاریس بریدونو مهم طراح عبدالحمید اباعواد پکې شامل نه دی.

نوموړی وايي له یوه اپارتمانه مړی موندل شوی دی، چې په وینا یې تر اوسه نه دی پېژندل شوی.

د څارنوال په وینا دغه چاڼیز عملیات په ښار کې د نورو بریدونو مخنیوي په موخه تر سره شوي دي:

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاریس څارنوال په وینا دغه چاڼیز عملیات په ښار کې د نورو بریدونو مخنیوي په موخه تر سره شوي دي

'' دا د ترهګرۍ نوې جوپه وه، چې په ظاهره د بریدونو لپاره چمتو وه.''

هغه وايي دم ګړۍ عملیاتو کې د وژل شویو کسانو د کره شمېره او پېژندګلوۍ په اړه څه نه شي ویلای، خو په وینا یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. دې سره وايي یو مړی موندل شوی دی، چې د خونثا کېدو له کبله یې پېژندګلوي ګرانه ده.

د عملیاتو هدف د پاریس بریدونو مرکزي مشکوک طراح عبدالحمید اباعود و، چې د یادې سیمې یوه اپارتمان کې یې د شتوالي له معلوماتو موندل کېدو وروسته عملیات تر سره شول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیس وايي د بریدګرو لټون لپاره یې چاڼیز عملیات ګهیځ وختي نژدې څلور نیمې بجې پیل کړل

پاریس کې د جمعې ورځې بریدونو پایله کې ۱۲۹ کسان ووژل شول.

د بي بي سي خبریال وايي پولیس فکر کوي، چې د پاریس بریدونو مرکزي طراح مراکش الاصله عبدالحمید عواد دی، چې د بلجیم اوسېدونکی دی.

لومړی داسې فکر کېده، چې نوموړی سوریې کې دی.

چارواکي وايي د ترهګرۍ ضد چارواکو د پاریس څنډو سان دني سیمه کې چاڼیز عملیات وکړل او دغه مهال سیمې ته غځېدلي سړکونه تړل شوي وو.

د فرانسې څارنوال په خبره عملیات له هغه وروسته وشول، چې څارګرو ادارو په سیمه کې د عبدالحمید شتوالي په اړه رپوټونه ورکړل.

'سټیډ دي فرانس ' نومي لوبغالی، چې د جمعې په ورځ پرې برید شوی و، په همدغه سیمه کې موقعیت لري.

پولیس وايي د بریدګرو لټون لپاره یې عملیات ګهیځ وختي له ځايي وخت سره سم نژدې څلور بجې پیل کړل.