''اروپا بايد د ترهګريزو بريدونو پر وړاندې بيداره شي''

د انځور حقوق AP
Image caption د پاريس بريدونه د دې لامل شوي چې ډېری اروپايي هېوادونه خپلې پولې کلکې کړي

د فرانسې د کورنيو چارو وزير برنارد کازنوو د پاريس له بريدونو وروسته چې له امله يې ۱۲۹ کسان ووژل شول ويلي، اروپايي هېوادونه بايد د ترهګريزو ګواښونو پر وړاندې ''بيدار'' واوسي.

ده دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې چې وپتېيل شوه هغه مشکوک بلجيمی چې د بريدګرو مشري يې پر غاړه وه فرانسې ته د ننوتلو پر مهال نه دی تشخيص شوی.

د بلجيم لومړي وزير د دغه هېواد د امنيتي ادارو هغه موندنې تاييد کړي، چې ګواکې بريدونه په دغه هېواد کې سنبال شوي وو.

دا پرمختياوې داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې د اروپايي ټولنې د کورنيو او عدليې چارو وزيران ډېر ژر بېړنۍ خبرې وکړي.

تمه ده د بروکسل په غونډه کې د اروپا د شينګن سيمه کې چې ډېری اروپايي هېوادونه يې غړيتوب لري او په داخل کې يې پاسپورت ته اړتيا نه شته، د اسنادو کتلو بهير سخت کړای شي.

د پنجشنبې پر ورځ د فرانسې څارنوالانو تاييد کړه د پاريس د بريدونو پلانوونکی عبدالحميد اباعود هم د پوليسو په يوه چاپه کې وژل شوی دی.

د هغه جسد چې په مرميو لګېدلی د پاريس په څنډو کې د يوه اپارتمان په کنډو کپرو کې موندل شوی دی.

د ده د وژلو پر مهال جګړه کې د ۲۷ کلن عبدالحميد اباعود مخ او بدن د ډزو له امله خراب شوي، خو د ګوتو کرښو له امله اوس پېژندل شوی دی.

د فرانسې څارنوالانو ويلي وو دغه چاڼيز عمليات په ښار کې د نورو بريدونو د مخنيوي په موخه ترسره شوي وو.

ورته مطالب