بلجیم: پلازمېنه برسلز کې د لوړ کچ تیار سئ حالت اعلان شوی

د انځور حقوق
Image caption چارواکو د ترهګري خطرونه ' خورا جدي ' او ' سملاسي خطر ' بللي.

بلجیم کې چارواکو پلازمېنه برسلز کې د ترهګري پېښو رامنځته کېدو خبرداري خپرولو سره د لوړ کچ تیارسئ حالت اعلان کړی.

چارواکو د ترهګري خطرونه '' خورا جدي '' او سملاسي خطر بللي.

په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې لږ تر لږه د یکشنبې تر ورځې به میټرو خدمتونه تړلي وي، خلکو ته ویل شوي، چې له مارکیټونو او هغو کنسرتونو لرې واوسي، چې پکې ګڼه ګوڼه ډېره وي.

د بلجیم نورو سیمو لپاره د خطر کچه ټيټه بلله شوې، خو وايي خطر جدي بلل کېږي.

وازینی ژوندی پاتې بریدګر صلاح عبدالسلام لا هم بې درکه دی او داسې فکر کېږي، چې بېرته هلته ستون شوی دی.

بلجیم چارواکي وايي پر یوه مشکوک کس دغو بریدونو کې د ښکېلتیا تور پورې شوی او دې سره هلته د تورنو کسانو شمېر درې شوی.

د انځور حقوق Getty
Image caption په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې لږ تر لږه د یکشنبې تر ورځې به میټرو خدمتونه تړلي وي، خلکو ته ویل شوي، چې له مارکیټونو او هغو کنسرتونو لرې واوسي، چې پکې ګڼه ګوڼه ډېره وي

بل لور ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خوله یو پرېکړه لیک صادر کړی، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو پکې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد مبارزه کې د ګډون غوښتنه شوې ده. په دغه پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې، چې په عراق او سوریې کې دې د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو پر وړاندې عملیات پراخ او همغږي شي.

دغه پرېکړه لیک د پاریس له بریدونو وروسته د فرانسې لخوا وړاندې شوی، چې اسلامي دولت ډله پکې نړیوالې سولې او امنیت ته یو بېساری ګواښ بلل شوی دی.

د فرانسې له لوري وړاندې شوي قرارداد کې د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غوښتل شوي، چې د اسلامي دولت نومي ډلې خلاف هر ډول اړین اثدامات وکړي.

یاده ډله ادعا کوي، چې د پاریس بریدونه دوی کړي، چې پکې ۱۳۰ کسان وژل شول. دوی دغه راز روانه میاشت لبنان کې د خونړیو بریدونو پړه هم پر غاړه اخیستې او د دغې ډلې یوې بلې ډلې ادعا کړې، چې د مصر سینا کې د روسیې نسکوره شوې الوتکه هم دوی په نښه کړې وه.

د ملګرو ملتونو ۲۲۴۹ شمېره پرېکړه لیک کې د سوسه، تونس او د ترکیې د انقرې وروستي بریدونه هم غندل شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاریس کې خلک د بتکلان په نامه د موسیقۍ تالار او خوړنځیو ته ورغلل چې ډېره مرګ ژوبله پکې شوې وه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له غړو هېوادونو غوښتي په سوریې او عراق کې هغه خوندي پټنځایونه له منځه یوسي، چې د اسلامي دولت ډلې غړي پکې پټ دي.

قرارداد کې دغه راز غوښتنه شوي، چې غړي هېوادونه باید د ترهګریزو بریدونو مخنیوي لپاره هڅې همغږې او دوه برابره کړي.

بل لور ته د پاریس زرګونه اوسېدونکو بېګا د تېرې اونۍ په بریدونو کې وژل شویو او ټپیانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل. خلک د بتکلان په نامه د موسیقۍ تالار او خوړنځیو ته ورغلل چې ډېره مرګ ژوبله پکې شوې وه.

ډېرو کسانو په دغو ځایونو کې د ګلانو د ګېډیو څنګ ته شمعې بلې کړې. ځینې نورو خلکو ملي سرود وایه او لاسونه یې پړکول. په دغو بریدونو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي او سلګونه نور پکې ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې ۹۰ تنه لا هم د جدي مراقبت څانګو کې بستري دي.