بنګله دېش: د جنګي جرمونو په تړاو دوه سیاسي مشران اعدام شول

د انځور حقوق
Image caption علي احسن محمد مجاهد د بنګله دېش جماعت اسلامي ګوند مرستیال مشر و

بنګله دېش کې دوه هغه سیاسي مشران په دار ځړول شوي، چې ۱۹۷۱ کال کې پرې له پاکستانه د دغه هېواد د خپلواکې تر لاسه کولو جګړې پر مهال د جنګي جرمونو کولو تورونه پورې شوي وو.

صلاح الدین قادر چودهري او علي احسن محمد مجاهد ته د شنبې او یکشنې تر منځ نیمه شپه د پلازمېنې ډاکې په مرکزي زندان کې د اعدام سزا ورکړله شوه.

پر دغو دواړو تورونه لګېدلي وو، چې ډله ییزو وژنو او جنسي تېري پېښو کې یې لاس درلود، خو دواړو دغه تورونه رد کړي وو.

چودهري یو بانفوذه سیاستوال بلل کېده او شپږ ځله د بنګله دیش پارلمان ته د خلکو د استازي په توګه ټاکل شوی و او مجاهد بیا د بنګله دېش جماعت اسلامي ګوند یو مهم مشر و.

د کورنیو چارو وزیر اسدزمان خان وايي، دوی دواړه له هغه وروسته اعدام شول، چې ولسمشر عبدالحیمد یې د بښنې غوښتنلیکونه رد کړل.

خو د دوی کورنۍ غړي بیا وايي د بښنې غوښتنه یې نه ده کړي، چې دې سره جرم هم باید ومني.

د بنګله دېش سترې محکمې د روانې میاشتې لومړیو کې دواړو ته ټاکله شوې سزا تایید کړه.

صلاح الدین قادر چودهري د بنګله دېش ملت پال ګوند مهم غړی و، چې دوه کاله مخکې د جنګي جرمونو ځانګړې محکمې نوموړی د ډله ییزې وژنې،اور اچولو او د مذهب او سیاست پر بنسټ د خلکو ځورولو له ۲۳ تورونو نه د ۹ هغو مجرم وباله.

علي احسن محمد مجاهد بیا د جماعت اسلامي ګوند له مهمو مشرانو یو و.

نوموړي ته د ۲۰۱۳ کال په جولای میاشت کې د اعدام سزا وټاکله شوه.

پر هغه د بنګله دېش خپلواکۍ جګړې پر مهال د خپلواکۍ غوښتونکو مشرانو او روڼ اندو د وژنو تورونه لګېدلي وو.

له ۲۰۱۰ کاله راهیسې بنګله دېش کې دوه ځانګړې محکمې په جنګي جرمونو د تورنو کسانو محاکمې لپاره کار کوي.

ډېری محاکمه شوي کسان د جماعت اسلامي ګوند غړي دي او دغه ګوند ادعا کوي، چې دغه ټولې محاکمې پر سیاسي بنسټ کېږي.