برسلز کې د ' ترهګرۍ ' خطر، د لوړې کچې تیارسئ حالت اعلان شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption د ښار خوړنځایونه او یو شمېر نور کاروبارونه له ماښام شپږو بجو وروسته تړل شوي

د بلجیم پلازمېنې برسلز ښار مرکزي برخه د ترهګرۍ خطر له امله له خلکو تشه ده. څو ساعته مخکې د پاریس بریدونو ته ورته خطر ته په کتو د ښار خوړنځایونه او یو شمېر نور کاروبارونه تړل شوي دي.

پوځیان د ښار پر سړکونو ګزمې کوي او د مشکوک سخت دریځي صالح عبدالسلام لټون دوام لري، چې فکر کېږي له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ یې اغوستی دی.

رپوټونو کې ویل کېږي، چې نوموړی برسلز کې دی او هڅه کوي سوریې ته وتښتي.

د اسلامي دولت ډلې هغه بریدګر، چې پاریس کې یې بریدونه وکړل، له بریدونو مخکې برسلز کې وو. د پاریس بریدونو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي وو. د بلجیم لومړی وزیر چارلس میشل وايي: '' داسې محدود رپوټونه شته، چې په وسلو او باروتو سمبال ځینې وسله وال ښايي په یو شمېر سیمو کې بریدونه وکړي.''

Image caption د برسلز پر سړکونو د امنیتي ځواکونو سرتېري ګزمې کوي

هغه ډرېور، چې عبدالسلام یې بلجیم ته لېږدولی، خپل مدافع وکیل ته ویلي' هغه یو لوی واسکټ اغوستی و او ښايي چاودنې ته چمتو و.'

وکیل کیرین کوکویلیت وايي، عبدالسلام کولای شوای پاریس کې په ځان پورې تړليو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، خو هغه خپله پرېکړه بدله کړه.

د صالح عبدالسلام ملګرو، اي بي ای نیوز ته د سکایپ له لارې ویلي، چې نوموړی برسلز کې پټ و او غوښتل یې سوریې ته لاړ شي.

دوی وايي نوموړی د اروپايي چارواکو او اسلامي دولت نومي ډلې د هغو مشرانو تر منځ ایسار دی، چې د نوموړي ځانمرګي برید نه کولو له کبله خوښ نه دي.

دغسې حالت کې بلجیم چارواکو په ښار کې د لوړې کچې تیار سئ حالت اعلان کړی.

خلکو ته ویل شوي، چې د ګڼې ګوڼې له سیمو لرې واوسي او د سینماګانو په شمول د میټرو خدمتونه تړل شوي دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption سینماګانې او د میټرو خدمتونه هم د امینتي ګواښونو له کبله تړل شوي دي

دوی امر کړي، چې خوړنځایونه او مارکیټونه باید ماښام شپږ بجې وتړل شي. د پوځیانو ډلې د ښار پر سړکونو ګزمې کوي. لومړی وزیر چارلس مچل وايي، حکومت به د یکشنبې په ورځ بیا د امنیتي حالت ارزونه وکړي.

هلته ترکیې کې چارواکي وايي، د بلجیم یو اوسېدونکی یې د پاریس بریدونو د شک په تړاو نیولی، چې وايي هڅه یې کوله له نورو مشکوکو سخت دریځو سره یو ځای سوریې ته لاړ شي.

مراکشي الاصله احمد داهماني د ساحلي ښار انتالیا له یوه هوټله نیول شوی دی.

ترکي چارواکو بي بي سي ته ویلي، پر دغه ۲۶ کلن سړي شکونه کېږي، چې د پاریس بریدګرو سره اړیکه کې و.

دوی وايي داهماني یوه اونۍ مخکې له امسټردم نه راغی او له دوو نورو مشکوکو سخت دریځو سره یو ځای یې هڅه کوله سوریې ته سفر وکړي.