میانمار کې د غونډۍ ښوېدو له کبله لږ تر لږه ۹۰ کسان مړه شوي

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption د میانمار دغه سیمه د لوړ معیار فیروزې موندل کېدو له کبله نړیوال شهرت لري

میانمار کې د خاورو، ډبرو یوې ډېرۍ ښوېدو له کبله ۹۰ کسان وژل شوي دي.

پېښه د شنبې په ماښام د هېواد شمال کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د فېروزې کانونو ته څېرمه د کانونو پاتې شونو خاورو، ډبرو یوه ډيرۍ ناڅاپه ځمکې کې ننوته.

د بي بي سي خبریال وايي د شمالي ایالت کاچین دغه سیمه، چې پېښه پکې شوې، ډېره لرې پرته ده، چې له کبله یې کره معلومات موندل ګران دي.

اي ایف پي خبري اژانس د یوه ځايي افسر په حواله خپل رپوټ کې لیکلي، چې د یوې خاورینې غونډۍ ښووېدو له کبله ۹۰ کسان وژل شوي او د بې درکه کسانو موندلو لپاره مرستندویان هلې ځلې کوي.

له دې مخکې یوه ځايي اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي و، چې ۵۰ مړي یې په خپلو سترګو ولیدل، چې له خاورو را ایستل شوي وو.

معلومه نه ده، چې د فیروزې له کانونو ایستل شوې خاورې، ډبرې ولې ناڅاپه په ځمکه ننوتې.

داسې فکر کېږي، ډېری مړه شوي بیوزله کسان دي، چې د کانونو پاتې شونو کې به یې د فیروزې ټوټې لټولې.

دغه سیمه پکې د لوړ معیار فیروزې موندل کېدو له کبله نړیوال شهرت لري، خو پکې د ځمکښوېدنې پېښې هم معمول دی.