د مراکش لمريزه انرژي به يو ميليون وګړو ته برېښنا ور کړي

Image caption دې کارخانې جوړونکي وايي دا کولای شي په لومړي پړاو کې يو ميليون وکړو ته برېښنا ور کړي

راپورونه وايي راتلونکې يوه مياشت کې به په مراکش کې د لمريزې انرژۍ يوه کارخانه پرانيستل شي چې نژدې يو ميليون وکړو ته به د برېښنا ورکولو توان ولري.

د برېښنا دغه کارخانه چې په اورزازېت سيمه کې واقع ده د لمر تودوخې په ترڅ کې به مالګې وېلې کوي چې تودوخه به يې د بخار یو توربين ته انرژي ورکوي.

په لومړی سر کې به دغه کارخانه د شپې درېو ساعتونو او په وروستي پړاو کې د ۲۰ ساعتونو لپاره برېښنا توليدوي.

مراکش غواړي تر ۲۰۲۰ کال پورې د خپل هېواد ۴۲ سلنه برېښنا له دې ډول لارو پيدا کړي.

ملګرو ملتونو د مراکش دغه کړنه ستايلي. بريتانيا غواړي تر ۲۰۲۰ کال پورې ۳۰ سلنه برېښنا په دې ډول توليد کړي.

سعودي کې جوړه شوې دا لمريزه کارخانه به په ټوله نړۍ کې د دې ډول تر ټولو لويه وي.

د لمريزې برېښنا د جوړولو لپاره له لویو لويو هېندارو کار اخيستل شوی چې هره يوه يې ۳۵ ځله د د فوټبال د ميدان په اندازه لويه او اسمان ته مخامخ اېښودل شوې ده، چې د ورځې په ترڅ کې لمر جذبوي.

دې کارخانې جوړونکي وايي دا کولای شي په لومړي پړاو کې يو ميليون وکړو ته برېښنا ور کړي.

ويل کېږي د کارخانې ودانۍ د صحرا په څنډه د اطلس پر وارورينو غرونو په شمال کې جوړه شوې ده.

Image caption مراکش غواړي تر ۲۰۲۰ کال پورې د خپل هېواد ۴۲ سلنه برېښنا له دې ډول لارو پيدا کړي

دا د مراکش د پاچا يو له هغو پلانونو دی چې غواړي په هېواد کې يې د دې ډول برېښنا توليد عام کړي.

اوس مهال مراکش له اسپانيا برېښنا واردوي، د دې هېواد انجينيران هيله من دي چې لمريزه برېښنا به د ډېر وخت لپاره کار ور کړي.

د مراکش د چاپېریال ساتنې وزیرې ویلي د اقلیم بدلون د دوی د هېواد لپاره یو فرصت دی او په پاریس کې د اقلیم د بدلون په اړه په غونډه کې له ژمنې سره سم به مراکش تر ۲۰۳۰ کال پورې ۳۲ سلنه شین کوریزه ګازونه کم کړي.

په ورازازات کې د لمریزې برېښنا د پروژې چارواکي آټکل کوي چې د پروژې له اګټې اخیستنې سره به نور مراکش اړ نه وي چې له نورو هېوادونو برېښنا واخلي بلکې په ګومان یې چې مراکش به د دې جوګه شي چې پر اروپايي هېوادونو برېښنا وپلوري

د مراکش دښتې د لمريزې برېښنا توليدولو لپاره مناسبې ګڼل کېږي، دغه برېښنا يوازې په هغو هېوادونو کې چې لمر او ګرمي په کې زياته وي ښه توليدېږي.