بلجیمي پولیسو "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې یوشمېر کسان نیولي

د انځور حقوق .
Image caption د بلجیم لومړي وزیر ویلي، بروکسل کې د پاریس بریدونو ته ورته ګواښ موجود دی

د بلجیم چارواکو ویلي، پولیسو یې د "ترهګرۍ ضد عملیاتو" په لړ کې لږترلږه ۱۶ کسان نیولي دي.

په دې عملیاتو کې ۱۹ کورونه لټول شوي دي.

سرچینه وايي، د پاریس په خونړیو بریدونو کې له اتو ښکېلو کسانو څخه صلا عبدالسلام په نیول شویو کسانو کې نه شته، او اوس فراري دی.

عبدالسلام د بریتانوي براهیم عبدالسلام ورور دی، چې نوموړي د پاریس بریدونو کې ځان چوولی او صلاح عبدالسلام د بلجیم تلوېزیون ته د یکشنبې په ورځ وویل: "غواړو صلاح عبدالسلام ځان تسلیم کړي".

ید بلجیم لوی څارنوال اریک وانډرسپېن یوې خبري غونډې ته وویل، پولیسو بروکسل او شالروا کې عملیات کړي دي.

نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې وسلې او او چاودېدونکي توکي نه دي موندل شوي.

د بروکسل په مولنبک کې، چې صلاح عبدالسلام اوسېده، د عملیاتو پرمهال د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د انځور حقوق EBU
Image caption د صلاح عبدالسلام ورور، محمد عبدالسلام ویلي: ''غواړو چې صلاح ځان تسلیم کړي''.

د بلجیم لومړي وزیر شارل میشل د یکشنبې په ورځ (نومبر ۲۲مه) وویل، بروکسل به خوندي پاتې کېږي.

وړاندې میشل ویلي وو، معلومات ښيي چې شاید د پاریس خونړیو بریدونو په شان بروکسل کې هم د ورته بریدونو ګواښ وي.