د تايلنډ محکمې د بنکاک بريد په تړاو دوه کسه پړه پېژندلي

د انځور حقوق Reuters

د تايلنډ پوځي محکمې دوه کسه د دې هېواد پلازمېنې بنکاک په یوه مزار کې د بريد په تړاو پړه پېژندلي دي.

تېر اګست مياشت د بنکاک په ايروان مزار کې بمي چاودنه شوې وه، چې ۲۰ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

چارواکي وايي بلال احمد چې په ادم کرډګ هم مشهور دی او يوسف مېرعلي دواړو د بنکاک بريد کې لاس لرل منلي دي.

د دواوړو کسانو څخه د يوه وکيل رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې په دوی د غيرقانوني وسلو ساتلو، وژلو او قصدي وژلو په تړوا سزا ختلې ده.

وکيل سوچارټ کنپای وايي محکمې په دغو کسانو ۱۰ تورونه لګولي دي.

دغه دوه کسان له تېرو دوو مياشتو راهيسې بنديان دي.

محکمې ته وړاندې شوي معلوماتو ښيي دواړه تورن کسان د چين د اېغور مسلمانان دي.

په چين کې حکومت له يو شمېر ترهګرو بريدونو وروسته چې پړه يې پر ايغور توکمه مسلمانانو اچول شوې وه، د امنيت ساتنې په موخه ځپونکو ګامونه پورته کولو له امله ګوته نيول کېده.

چين وړاندې د دغه هېواد په شمال لوېديځ شيجيانګ کې سلګونه شکمن ايغوريان نيولي وو چې دغو عملياتو سوله ييزو ايغوريانو ته ژوند سخت کړی و.

د تايلنډ پوليسو د بنکاک پېښې په تړاو د ۱۷ کسانو د نيولو امر ور کړی و، ويل کېږي کېدای شي اوس يې ډېری له هېواده بهر وتلي وي.

تراوسه د دې پېښې علت معلوم نه دی چې ولې دغو کسانو د بنکاک پر دغه مزار بمي بريد وکړ.

ورته مطالب