د پاکستان ښځینه جنګي پیلوټه ووژل شوه

د انځور حقوق Pakistan Air Force
Image caption مختیار د پاکستان پوځ لومړنۍ جنګي پیلوټه ده، چې د پاکستان ښځینه پوځيانو کې د جنګي پیلوټۍ درجې ته رسېدلې.

د مریم مختیار په نامه د پاکستان یوه جنګي ښځینه پیلوټه د روزنې پرمهال وژل شوې ده.

د نوموړې الوتکه پنجاب ایالت کې لوېدلې ده.

د پاکستان هوايي ځواکون وویلي، مریم مختیار په ورځنۍ روزنه بوخته وه، چې الوتکه یې په میانوالي ولسوالۍ کې وجنګېده.

مریم او هغې مرستیال پیلوټ ټوپ وهلی. خو وروسته نوموړې په روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړه.

مختیار د پاکستان پوځ لومړنۍ جنګي پیلوټه ده، چې د پاکستان ښځینه پوځيانو کې د جنګي پیلوټۍ درجې ته رسېدلې.

هغې تېر کال د بي بي سي خبري چینل ته ویلي وو، چې د نارینه وو تر نفوذ لاندې نړۍ کې د هغې سفر که څه هم ګران دی، خو هیله یې دا ده چې "تر نورو یوڅه بېل فعالیت" ولري.