امریکا د ترهګریز ګواښ له کبله د سفر کولو خبرداری ورکړی

بلجیم د یوې اونۍ لپاره جدي خبرداری ورکړی دی. د انځور حقوق .
Image caption بلجیم د یوې اونۍ لپاره جدي خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې خپلو ټولو وګړو ته د پاریس له بریدونو وروسته د ''ترهګریزو ګواښونو'' د لوړېدو له کبله د سفر کولو د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي: ''اوسني معلومات ښيي چې د ''اسلامي دولت''، القاعدې شبکې او ''بوکو حرام'' په څېر ډلې په ګڼو سیمو کې د بریدونو لپاره پلانونه جوړوي''.

د وزارت په ویناپاڼه کې راغلي: ''ټولو امریکايي مسافرو ته په عامه ځایونو کې د نه ګرځېدو خبرداری ورکوو، د لېږد په وسائلو کې هم باید له احتیاطه کار واخلي، او د خلکو په ګڼې ګوڼې کې له ورګډېدو ډډه وکړي''.

وزارت وايي، د سفر دغه خبرداری د راتلونکي کال د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې دوام لري، خو سپارښتنه یې دا ده چې ''د رخصتیو پرمهال ډېر پام وکړي''.

د بلجیم لومړي وزیر شارل میشیل د تېرې دوشنبې په ورځ بروکسل کې لږترلږه د یوې اونۍ لپاره د ''تیارسئ'' حالت اعلان کړی و، چې ګني د پاریس په څېر د بریدونو ګواښ موجود دی.

که څه هم هلته امنیتي تدابیر سخت شوي، خو حکومت په چارشنبې بېرته د ښوونځیو او مېترو پرانیستلو امر کړی.

اټکل دی چې ''اسلامي دولت'' ډله د نومبر پر ۱۳مه، د پاریس د خونړیو بریدونو تر شا وه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا جدي خبرداری یې بلجیم کې د بریدونو له ګواښ وروسته کړی، چې د راتلونکي کال د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې دوام لري

د بلجیم پولیسو د پاریس د بریدونو پړه پر یوه بلجیم مېشتي څلورم مشکوک کس وراچولې ده.

دغه مشکوک چې چارواکو یې هویت نه دی په ډاګه کړی، د یکشنبې په ورځ د ۱۶ نیول شویو کسانو په ډله کې دی.

دغه څلورم مشکوک تن ته د تور له ګوتې نیول کېدا وروسته، چارواکو نور پنځلس نیول شوي مشکوک کسان خوشي کړل.

ورته مطالب