پاکستاني پوليسو د لشکر جهنګوي يو مشر وژلی دی

د انځور حقوق AFP
Image caption په دغه نښته کې د دريو پاکستاني پوليسو د ټپي کېدو خبر هم ورکړای شوی دی

د پاکستان په پنجاب ايالت کې د دغه هېواد له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې د لشکر جهنګوي ډلې د يو مهم مشر هارون بهټي په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

په دغه نښته کې د دريو پاکستاني پوليسو د ټپي کېدو خبر هم ورکړای شوی دی.

هارون بهټي څو اوونۍ وړاندې د لاهور پوليسو د انټرپول په مرسته له څلورو ملګرو نورو سره په دوبۍ کې نيولی و او دی د نښتې پر مهال د پوليسو په توقيف کې و.

راپورونه وايي د هارون بهټي ملګرو غوښتل دی د پوليسو له منګولو وژغوري، خو د پوليسو له ځوابي بريد سره مخامخ شول.

لشکر جهنګوي ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د لاهور يوه امنيتي چارواکي ډاکتر حيدر اشرف ويلي هارون بهټي د خپلو ملګرو په ډزو چې د پوليسو په ځوابي بريد کې يې کولې، وژل شوی دی.

دی وايي دغه وسلوال د لشکر جهنګوي د ډلې د يوې خطرناکې څانګې غړي وو، چې په ښار کې يې ترهګر بريدونه پلانول.

پوليس وايي تر دې وړاندې هم دغه وسلوال په لاهور ښار کې د علامه ناصر عباس نقوي، ډاکټر علي حيدر او شيعه مشرانو په هدفي وژنو کې ښکېل وو.

هارون بهټي د لشکر جهنګوي د بنسټګرو له ډلې شمېرل کېږي.

ورته مطالب