په نړيواله کچه خبري رسنېو کې دمېرمنو شمېر ډېرکم دى

په یوې وروستۍ څېړنې کې چې په نړیواله کچه پر خبري رسنیو د څار د یوې ډلې له خوا خپره شوې ویل شوي چې په خبري رسنیو کې تر نرانو، ښځې ډېرې کمې لیدل کېږي.

د نړیوالو رسنیو د څار پروژې موندلې چې په هغو کسانو کې چې خبرې رسني پرې غږېږي، سره له دې چې ښځې د ټولنې ۵۰ په سلو کې دي خو د دوی په اړه یوازې ۲۴ په سلو کې پر خبري رسنیو اورېدل کېږي.

پر نړیوالو خبرې رسنیو د څار د پروژې موندنې ښيي چې ښځې په رښتني ژوند کې د شتون په پرتله پر خبرې رسنیو لږې لیدل کېږي. پر رسنیو، له څلورو یوه برخه د ښځو په اړه غږېږي او یا له

ښځو سره مرکې خپروي. په جنسیت کې دغه توپیر د خواله پر رسنیو هم لیدل کېږي، او د رپوټ لیکونکي وايي، په ټوله کې آن اوس هم شرایط د ٢٠ کالو وړاندې په پرتله ښه نه دي. دوی ٢٠ کاله وړاندې د لومړي ځل لپاره پر دې موضوع اطلاعات راټول کړي وو.

ښځې تر ټولو ډېرې په شمالي امریکا کې په خبرونو کې لیدلې کېږي، او تر ټولو کمې په منځني ختیځ کې.

دغې څېړنې همدارنګه هغو ښځو ته هم کتنه کړې چې په خبري رسنیو کې کار کوي. په لاتینې امریکا کې د ښځینه خبریالانو او وړاندې کوونکو په شمېر کې بې ساری ډېروالی راغلی دی. بله خوا

په شمالي امریکا کې داسې ښکاري چې په خبري رسنیو کې د کارکوونکو ښځو شمېر مخ په کمېدو دی. پخوانیو ورځپاڼو خبریالان له دندې ګوښه کړي او د خبر په ادارو کې د نرانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

پر نړیوالو خبرې رسنیو د څار پروژه اټکل کوي چې په نړۍ کې ۳۷ په سلو کې خبریالانې ښځې دي. دا شمېر دقیقاً د لسو کلونو وړاندې شمېر دی. دا په دې معنا ده چې لا اوس هم د نړۍ خبري دفترونه مساوي کېدلی شي.