'ویلیم شیکسپیر یو شتمن سړی و'

د انځور حقوق Getty
Image caption د دغې پروژې لپاره د لندن ښاروال، برټش کونسل او یوه نامعلوم بسپنه ورکونکي ګلوب ته ۵۰۰ زره یورو ورکړل شوې

انګلستان کې لرغون پوهان وايي، د برتانوي شاعر او ناول لیکوال ولیم شیکسپیر د ویجاړ کور کندنې پر مهال موندل شوي اثار د نوموړي د ژوند په اړه زموږ نظر له یوه سره بدلولای شي.

د دغه کور کندنې پر مهال معلومه شوې، چې سټریټ پون ایون کې د هغه نیو پیلس نومي کور کې ۲۰ خونې وې، چې پکې یو پراخ پخلنځی او شراب خانه هم شامل وو.

ماهرین وايي له دې معلومیږي، چې نوموړی په ټولنه کې د بډای حیثیت درلود.

د دغه کور په ۱۷۵۹ کال کې ریویرینډ فرانسس ګېسټرل نومي سړي واخیست او هره ورځ د شیکسپیر مینه والو د ورتګ له کبله دومره وپارید، چې یوه ورځ یې دغه کور له بیخه ونړاوه.

ولیم شیکسپیر اوس هم د انګلیسي ژبې تر ټولو مخکښ شاعر او ادیب بلل کېږي.

د شیکسپیر د زېږېدو ځای ټولنې یوه ویاند ډاکټر پال اډمنینسن وايي، له اثارو داسې معلومیږي، چې شیکسپیر ډېر سفرونه کول او ډېر وخت یې سټریټ فورډ کې د خپلې پلارګنۍ کور او لندن کې د خپلو مصروفیتونو تر منځ تېرواوه، هغه وايي:

'' له هغو اثارو، چې له نیو پیلس نه تر لاسه شوي، معلومیږي، چې هغه د خپلو چارو لپاره ډېر سفرونه کول، د هغه پلارنی کور سټریټ فورډ کې و، خو مسلکي مصروفیتونه یې لندن کې تر سره کول.''

پال دا هم وايي، چې نوموړي ښايي د خپل ژوند وروستۍ ۲۶ ډرامې په نیو پیلس کې لیکلې وې. هغه په دغه کور کې له ۱۵۹۷ نه بیا تر ۱۶۱۶ کاله، چې مړ کېده اوسېد.