د ترې ډې تکنالوژۍ پر مټ د جنګي الوتکو پرزې رغول کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption د سویلي کوریا پوځي سرچینې وايي جنرل ایلیکټریک د ترې ډي پرنټنګ په وسیله د پرزو رغونې اجازه ورکړې ده

د سویلي کوریا فضايي ځواک د چاپ درې اړخیزې ( ترې ډي ) تکنالوژۍ نه په ګټه اخیستو سره د ترمیم ۹۰ سلنه لګښت ژغوري.

د کوریا ټایمز په رپوټ کې ویل شوي، چې د سویلي کوریا هوايي ځواک د ایف ۱۵ ډوله الوتکو د ماشین لوړ فشار توربینونو لپاره قابونه ( پلیټونه ) له امریکا نه د راغوښتو پر ځای د ترې ډي تکنالوژۍ پر مټ چمتو کوي.

د سویلي کوریا خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د هرې پرزې لپاره امریکا ته د ۳۴ زره ډالرو ورکولو او تر ۶۰ ورځو پورې د انتظار کولو پر ځای د دغه هېواد هوايي ځواکونه د اړتیا وړ پرزه د ۲۵۵۰ ډالرو لګښت په بدل کې یوې میاشت کې چمتو کوي.

د سویلي کوریا پوځي سرچینې وايي جنرل ایلیکټریک د ترې ډي پرنټنګ په وسیله د پرزو رغونې اجازه ورکړې ده. جنرل الیکټریک د امریکايي جنګي الوتکو ایف ۱۵ لپاره ماشینونه رغوي.

سرچینې وايي پوځ د روان کال اوږدو کې د دغو پرزو رانیولو لړ کې تر اوسه ۳۲۱ زره ډالره سپما کړې. د امریکا هوايي ځواک مجلې، یو ایس ایر فورس په رپوټ کې وار له مخه ویل شوي، چې د ترې ډي تکنالوژۍ پر مټ چمتو شوې پرزې به د بي ۵۲ ډوله پخوانیو الوتکو په شمول یو شمېر الوتکو کې وکارولې شي.

دغه ډول الوتکو کې داسې پرزې کاریږي، چې اوس نه رغولې کېږي.