د پاريس دبريدونو د قربانيانو د يادونې مراسم ترسره شول

د پاریس په بریدونو کې د وژل شوو کسانو په یاد په فرانسه کې د یادونې او دعا ملي مراسم ترسره شول.

دا بریدونه د وسله والو او ځانمرګو اورپکو له خوا دوه اوونۍ مخکې شوي وو چې ۱۳۰ کسان یې وژلي وو.

دې مراسمو ته په وینا کې د فرانسې ولسمشر، فرانسوا هولاند، وویل ترهګر غواړي فرانسه وویشي، خو هغوي به ناکاميږي.

ده وويل هغه کسان چې د پاریس بریدونه یې کړي د خپل دغه کار بیه پرې کوي.

د فرانسې ولسمشر وويل "د هغوکسان درملنه چې له پېښې ژوندي پاتې شوي زمونږ مسوليت دى .

زه تاسو ټولو سره په کلکه ژمنه کوم چې فرانسه به د هغه افراطي وسله والو په ځپلو کې چې دغه جنايت يې تر سره کړى خپل ټول شته امکانات وکاروي او فرانسه به دغه کار جديت سره کوي چې خپل بچيان وژغوري".

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاريس له بريدونو وروسته فرانسې د داعيش پرضد بريدونه تند کړې دي.

ښاغلي هولاند زیاته کړه چې د بریدونو قربانیان له ۱۷ هېوادو څخه وو.

ده د هغه ملاتړ له امله مننه وکړه چې د نړۍ له بېلا بېلو برخو ورته څرګند شوي دي.

د یادونې مراسم د قربانیانو د نومونو، او عمرونو په یادولو پیل شول.

دوه اونۍ وړاندې دې بريدونو وروسته چې د اسلامي دولت په نوم ډلې يې مسوليت اخيستى فرانسې په سوريې کې ددې ډلې پرضد هوايي بريدونه تند کړې دي.