ترکيه: روسيه دې دالوتکې په سقوط اور سره لوبې نه کوي

د ترکېې ولسمشر رجب طيب اردوغان خپل روسي سيال ولاديمير پوتين ته خبردارى ورکړى دى چې د ترکیې لخوا د روسۍ الوتکې د ويشتلو په سر " اور سره لوبې نه ډډه وکړي". ښاغلى اردوغان وايي نه غواړي له روسيې سره یې اړیکي زیانمنې شي.

ده وويل غواړي چې ښاغلي پوتين سره په پاريس کې د چاپيريال په اړه کېدونکي کانفرانس کې "مخامخ" د مسلې په هوارولو خبرې وکړي.

ښاغلی اردوغان په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل د روسېې داخبره سمه نه وه چې گوا کې سوريه کې يې د داعيش ډله په نښه کړې .

ده وويل په حقیقت کې دا په هغو ډلو بریدونه وو چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد مخالفې دي. ده وويل " د سوريې پر مخالفينو بريدونه اور سره لوبې دي . هغه چې نړيوال قانونيت لري د داعېش په بهانه جنگيږي ، ټوله نړۍ يې مني چي تر کيه پدې پېښه کې په حق وه ".

Image caption د روسېې الوتکه د سه شنبې په ورځ د ترکېې او سوريې په پوله ويشتل شوې وه، چې يو پيلوټ يې وژل شوى او بل يې ژغورل شوى دى .

د ښاغلي پوتين يو صلاحکار د ملاقات په اړه د ترکېې د ولسمشر غوښتنې ته غبرگون کې ويلي دي " په دې لړ کې هر ډول خبرو نه وړاندې ولسمشر پوتين ددې غوښتونکى دى چې ترکيه بايد د بريد له امله بخښنه وغواړي". روسیې د سه شنبې ورځ د ترکېې لخوا د روسېې د الوتکې راغورځولو ته په غبرګون کې د ترکیې پر ضد د پراخو بندیزونو اعلان کړی او هم يې ترکیې سره د ويزې پرته د تگ راتگ لړۍ ځنډولې ده.