هند کې زده کوونکو پر خپلې ټولګيوالې جنسي تېری کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption تورن هلکان او نجلۍ ټول په يوه سيمه کې اوسېږي او په ګډه د مطالعې لپاره د يو بل کورونو ته هم تلل راتلل

د هند په ممبۍ ښار کې څلور زده کوونکي پر خپلې يوې ټولګيوالې د ادعا شوي ډله ييز جنسي تيري په تور نيول شوي دي.

پوليس وايي د هلکانو عمرونه د ۱۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي او دوی د جنسي تيري د صحنې وېډيو هم ډکه کړې چې پر ټولنيزې شبکې وټس اپ خپره شوې ده.

تورن هلکان او نجلۍ ټول په يوه سيمه کې اوسېږي او په ګډه د مطالعې لپاره د يو بل کورونو ته هم تلل راتلل.

پوليس وايي له نيول کېدو وروسته تورن د 'ځوانانو د تربيې کور' ته بيول شوي او هلته ترې نورې پوښتنې ګروېږنې کېږي.

په ښار کې د پوليسو يو لوړپوړی چارواکی ششنک سندبهور وايي په لومړي ځل پر نجلۍ د نومبر پر اتمه جنسي تېری شوی او له هغه وروسته هم څو ځلې تکرار شوی دی.

ششنک بي بي سي ته ويلي: ''د نومبر پر اتمه د تورنو هلکانو يو يې نجلۍ ته ټيليفون کوي او هغه خپل کور ته ور بولي، ورته وايي چې په درس کې د دې مرستې ته اړتیا لري او بيا دا هلک او د هغه ملګري پرې ډله ييز جنسي تېری کوي.''

دی زياتوي: ''هلکانو نجلۍ ګواښلې وه چې وېډيو به يې په ټولنيزو رسنيو خپره کړي او د همدې لپاره يې بيا بيا وروسته جنسي اړيکي نيولي دي. خو له دې سره سره يې دغه وېډيو په وټس اپ خپره کړې ده.''

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نجلۍ پلار مړ دی او مور يې بهر کار کوي او دا له خپلې خور او نيا سره اوسېده

د نجلۍ پلار مړ دی او مور يې بهر کار کوي او دا له خپلې خور او نيا سره اوسېده.

پوليس وايي دغه وېډيو چې په وټس اپ کې په پراخ ډول لاس په لاس شوې، يو کس د تېرې چارشنبې پر ورځ د نجلۍ د کور غړو ته استولې ده.

دوی وايي له دې وروسته د کورنۍ غړو له نجلۍ سره خبرې کړې دي او بيا څرګنده شوې چې څه پېښ شوي دي.

دې پېښې يو ځلې بيا په هند کې د ښځو، د ښځو د حقونو او بشري حقونو فعالانو اندېښنې زياتې کړې او له حکومت يې غوښتي چې د تيري کوونکو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

ورته مطالب