د عراق سنجار سر ه نژدې شپږم "ډله ييز قبر" موندل شوی

د انځور حقوق AP
Image caption دا شپږم ډله ييز قبر دی چې د عراق سنجار ښار سره نژدې موندل کېږي

عراقي چارواکي وايي د دې هېواد په شمال کې له سنجار ښار سره نژدې یو ډله ييز قبر موندل شوی دی.

دوی وايي په دغه قبر کې له ۱۰۰ زيات کسان خښ شوي چې په وينا يې د "اسلامي دولت" نومې ډلې له خوا وژل شوي دي.

د سنجار ښار چې ډېری اوسېدونکي يې ايزدي کوردان دي تېر کال د "اسلامي دولت" ډلې لاس ته لوېدلی و.

ايزدي لږکي له پېړيو راهيسې په عراق کې اوسېږي خو د "اسلامي دولت" له جوړېدو او پرمختګ وروسته ډېری يې د دې ډلې له خوا و وژل شول.

د اسلامي دولت ډلې جنګياليو د دغو لږکيو ځينې نارينه وژلي او ښځې له ځان سره وړې دي. نوموړې ډله، ايزديان کافر بولي او له ښځو سره يې د "کافرانو جنګي غنيمت" په توګه چلند کاوه.

ويل کېږي تر اوسه په دې سيمه کې شپږ ډله ييز قبرونه موندل شوي دي.

د سنجار ښاروال محما خليل د اسوشيټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي دغه نوی موندل شوی قبر، د نينوي ولايت کې له سنجار ښار څخه ۱۰ کيلومتره لرې پروت دی.

محما خليل بي بي سي ته ويلي، تراوسه د موندل شويو قبرونو څخه دا يې تر ټولو لوی دی او کېدای شي تر دې وروسته نور قبرونه هم وموندل شي.

ښاغلي خليل د دغو وژنو په تړاو له نړيوالو ټولنو د شواهدو او اسنادو په راغونډولو کې د مرستې غوښتنه کړې او دا يې د "ايزديانو توکم وژنه" بللې.

څه موده وړاندې هم په دې سيمه کې يو ډله ييز قبر چې د۸۰ ايزدي مېرمنو مړي په کې خښ وو موندل شوی وو.

ورته مطالب