تی ورکول میندې له شکر ناروغۍ ژغوري

د انځور حقوق Getty
Image caption د څېړونکې ډلې مشرې ډاکټرې اریکا جاندرسن ویلي، هغه مېرمنې چې له ډېر چاغښت کړېږي او یا دویم ډول شکر ولري، باید خپلو ماشومانو ته د ډېر وخت لپاره تی ورکړي چې په دې سره د شکر له دویم ډول نه ژغورل کېدای شي.

یوې نوې څېړنې په ډاګه کړې ده، چې د ښځې له خوا ماشوم ته تی ورکول مور په شکر ناروغۍ له اخته کېدو ژغوري، ځکه هغه میندې چې ماشومانو ته یې تی ورکړی، په دویم ډول شکر ناروغۍ نه اخته کېږي.

ډاکټران وايي، دویم ډول شکر ناروغي، د انسولین هورمون د حجرو د مقاومت په پایله کې رامنځ ته کېږي، چې د وزن له ډېرېدو او د بدني فعالیت له کمېدو سره نژدې تړاو لري، خو د وخت په تېرېدو سره په وینه کې خوږوالی ډېرېږي چې بیا وروسته د زړه، اعصابو، ړوندوالي او د بډوډو د کار پرېښودو ناروغۍ ورته پیدا کېږي.

د امریکا کلیفورنیا ایالت د اوکلانډ په یوه طبي مرکز کې څېړونکو یوه څېړنه وکړه، چې وايي هغو مېرمنو چې خپلو ماشومانو ته یې منظم تی ورکړی، په شکر ناروغۍ د اخته کېدو خطر یې هم و، او د تي ورکولو پرمهال یې د ګلوکوز کچه هم ټيټه وه.

څېړونکي وايي، هغه ښځې چې دوه میاشتې خپل ماشوم ته تی ورکړي، په دویم ډول شکر ناروغۍ د اخته کېدو احتمال یې نژدې ۵۰ سلنه کمېږي، او ماشوم ته چې هرڅومره ډېر وخت تی ورکړل شي، هومره ورسره مور له شکر ناروغۍ ژغورل کېږي.

د څېړونکې ډلې مشرې ډاکټرې اریکا جاندرسن ویلي، هغه مېرمنې چې له ډېر چاغښت کړېږي او یا دویم ډول شکر ولري، باید خپلو ماشومانو ته د ډېر وخت لپاره تی ورکړي چې په دې سره د شکر له دویم ډول نه ژغورل کېدای شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption څېړونکي وايي، هرڅومره چې ماشوم ته ډېر تی ورکړل شي، مور یې له شکر ناروغۍ ډېره ژغورل کېدای شي